لیتوانیا کې د پلورنځي چت لوېدلی ۱۸ کسان وژل شوي

د لیتوانیا په پلازمینې لیګا کې د یوه ستر پلورنځي چت پرېوتو له امله لږترلږه اتلس تنه وژل شوي دي.

په وژل شویو کې دوه تنه ژغورونکي هم شامل دي چې د مرستندویه عملیاتو پر مهال د چت پاتې برخه پرې وغورځېده او خپل ژوند يې له لاسه ورکړ.

مرستندویه ډلې د لسګونو مشتریانو د ایستلو هڅه کوي چې ګمان دی تر کنډوالو لاندې شوي دي.

تر اوسه لا روښانه نه ده چې د چت لوېدو لامل څه دی، خو د بي بي سي یو خبریال وايي ښايي د ودانۍ د بام پر سر د ژمني باغ جوړولو په موخه د ډېرو خارو ټولول د دغې پېښې لامل شوي وي.