باړه کې ۱۱ ښوونکي واکسیناتوران تښتول شوي

پاکستان کې چارواکي وايي هغه ۱۱ کسه ښوونکي، چې د ګوزڼ واکسین په یوه کمپاین کې یې برخه درلوده، د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د شکمنو وسله والو له لوري تښتول شوي دي.

دغه ښوونکي د خیبر ایجنسۍ باړه سیمه کې له یوه شخصي ښوونځي نه تښتول شوي دي.

وسله وال پر ګوزن کمپاین فعالانو تور لګوي، چې د لوېدیځ لپاره جاسوسي کوي او د هغې دسیسې غړي یې بولي، چې د مسلمانانو شنډولو لپاره کوي.

د تېر کال په اوږدو کې د ګوزڼ کمپاین یو شمېر فعالان وژل شوي دي.

پاکستان د نړۍ له هغو دریو هېوادونو نه یو دی، چې په ځینو برخو کې یې د پولیو ضد پراخ واکسین کمپاین سره د وسله والو مخالفت له کبله اوس هم د ګوزڼ ناروغي په کې موجوده ده.