'د سوریې مېرمنې د جګړې ګواښ ګرځېدلې'

د بشري حقونو د ملاتړ تر شپېتو زیاتو بنسټونو په خپل یوه نوي رپوټ کې ویلي، چې د سوريې مېرمنې په زیاتېدونکي ډول د حکومتي ځواکونو او وسله والو ډلو د تاوتریخجنو ځورونو او ربړونو ګواښ ګرځېدلي دي.

په دغه رپوټ کې راغلي، چې ډېرې مېرمنې د جنسي تېري او ډله ییزو جنسي ربړونو ښکار شوي دي.

د رپوټ د لیکونکو یوې ویاندې ویلي، دوی په بندخونو کې د مېرمنو پر وړاندې د سیستماتیک جنسي زور زیاتي راپورونه اورېدلي دي.

د دې په وینا هغه مېرمنې چې د جنسي تاوتریخوالي ښکار شي، بیا له ټولنیزو ځورونو سره مخ کېږي، چې ډېری وختونه له خپلو کورونو تښتېدو ته اړویستل کېږي او یوازې پرېښول کېږي.