اوباما له ایران سره د موافقې ملاتړ کړی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په جینیوا کې له ایران سره د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو د لنډمهالې اټومي معاملې دفاع کړې ده.

د امریکا د ملي شورا یو شمېر غړو دغه هوکړه غندلې او دا یې د ایران پر وړاندې ډېر نرم دریځ بللی دی.

خو ښاغلي اوباما په سان فرانسېسکو کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې سختې خبرې د امریکا د امنیت د خوندیتوب ضمانت نه کوي:

''په راروانو میاشتو کې موږ خپلې ډېپلوماسۍ ته په دې موخه ادامه ورکوو، چې له لارې یوه داسې ټولیزه حل لاره راوویستل شي، چې د ایران اټومي ګواښ د تل لپاره له منځه یوسي. که ایران له دې فرصته ګټه واخلي او په نړیوالې ټولنې کې د ورګډېدو تابیا وکړي، موږ د باور هغه نشتوالی له منځه وړای شو، چې له ډېرو کلونو راهیسې زموږ د ملتونو تر منځ موجود دی. خو دا اسان کار نه دی او په لاره کې یې سترې ننګونې لا پاتې دي.''