یمن کې دوه روسي سلاکاران وژل شوي

د یمن د پلازمینې صنعاء په سویل کې دوه روسي مشاوران د دوه مخ پټو موټر سایکل سورو وسله والو له خوا ووژل شول.

یوې یمني سرچیني بي بي سي ته ویلي وژل شوي کسان د یمن د ملي دفاع وزارت مشاورین وو. سرچینه وايي دا دوه مشاورین د هغه هوټل په مخکې چې دوی په کې اوسېدل په داسې تفنګچه ویشتل شوي چې د ډز غږ يې نه اوریدل کیده.

د پیښې ځای د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند شوی، د وژل شویو کسانو مړي روغتون ته وړل شوي او چارواکي وايي د پیښې په اړه څیړنې روانې دي.