جاپاني شرکتونه د چین دفاعي سیمه رسمیت نه پېژني

د جاپان دوو عمده هوايي شرکتونو ویلي دوی د چین سمندر په ختیځ لانجمنې سیمې کې هوايي دفاعي سیمه په رسمیت نه پېژنې چې په وروستیو کې د چین له خوا اعلان شوې ده.

د جاپان او نیپون هوايي شرکتونو په لومړنۍ توګه موافقه کړې چې د خپلو الوتنو پلان دغې سیمې ته تر ننوتو وړاندې په ډاګه کړي، خو دوی د توکیو د حکومت له قوله دا خبر نه کوي، چې وايي کوم اعتبار نه لري.

امریکا وايي د دوی دوه بي ۵۲ بم غورځونکو الوتکو پرته له دې چې چین ته خبر ورکړي د لانجمنو ټاپوګانو پر سر الوتنې کړې دي.