اوکراين کې پوليسو مظاهره چيان تيت پرک کړي

د اوکراین پلازمېنې کېف کې پولیسو د ولسمشر ویکتور یانکوویچ ضد مظاهرې ګډونوال تیت او پرک کړل.

رپوټونو کې ویل شوي پولیسو ګهیځ وختي د خپلواکۍ ډګر له سیمې دغه کسان وشړل.

د جمعې په شپه دغه ځاي کې زرګونه کسان د ولسمشر هغې پرېکړې پر ضد د احتجاج لپاره یو ځاي شوي وو، چې له اروپايي اتحادیې سره یې د ملګرتیا یوې هوکړې له لاسلیکولو انکار وکړ.

ښاغلي یانکوويچ ویلي د روسيې فشار ته یې ځواب ورکاوه.

د دغه هېواد اپوزېسیون وايي نوموړي اروپا ته د نژدې کېدو لړ کې د اوکراین هیله پوره کېدو ته پرېنښوده.