د عدلې پخوانى وزير ډاکتر احسان ترکى ومړ

د کابل پوهنتون پخوانى استاد او د عدلې پخوانى وزير ډاکتر احسان ترکى نن سهار د ٨٠ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله په پاريس کي ومړ.

ډاکتر ترکى له څه مودې را په دې خوا د الزايمر په نوم ناروغۍ نه چې ناروغ په کې خپله حافظه له لاس ورکوي، کړې ده.

ډاکتر ترکى پر کابل پوهنتون برسيره د پاريس په پوهنتونو کې هم د حقوقو استاد پاتې شوى و.

همدا راز ډاکتر ترکى يو وخت د افغانستان د لومړي وزير مشاور او هم يې په اندونيزيا کي د افغانستان د سفير په توگه دنده تر سره کړې.

ډاکتر احسان تر کي نه د نورو چاپي اثارو تر څنگ د اساسي مقايسوي حقوقو او په لوديځو هېوادونو کې د سوسيال ديموکراسۍ په نوم کتابونه پاتې شوي دي.