تايلنډ کې د پوليسو ملاتړ ته پوځ وربلل شوی

د تایلنډ پلازمېنه بنګاک کې د مهمو وزارتونو ساتنې لپاره چاواکو د بلوا ضد پولیسو مرستې ته زرګونه پوځیان ځای پر ځای کړي دي.

د احتجاج کوونکو منع کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز کارول شوی دی.

دغه شخړې د لومړۍ وزیرې ینګلوک شیناوترا پر ضد د احتجاجونو دویمه اونې پر مهال رامنځ ته شوې دي.

په یوه لوبغالي کې د حکومت پلوه سورکالیو کسانو لاریون ناکام شو. ښار کې اوس هم حالت خورا کړکېچن دی.

د حکومت پلوه او مخالفانو تر منځ شخړو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.