د اسراییلي حکومت پرضد د عرب کوچیانو لاریون

اسراییل مېشتو عرب کوچیانو د حکومت هغه پلان پر ضد احتجاج کړي، چې غواړي دوی بله سیمه کې مېشت کړي.

د شنبې په ورځ د اسرییلي حکومت د دغې پرېکړې پر ضد د غضب ورځ په نوم ونمانځله شوه او د نقب سارا په کلیو بانډو کې مظاهرې وشوې. پولیسو پر مظاهره کوونکو اوښکې بهوونکي ګاز وکاراوه.

کوچیان وايي حکومت غواړي دوی له خپلو سیمو وشړي، خو اسراییل حکومت وايي مقصد یې د ځمکې جنجال حل کول او خلکو ته د اسانتیاوو برابرول دی.