د نویو پېژندپاڼو د بڼې پرضد لاریون

په ختیځ ولایت کونړ کې لسګونو کسانو د افغانستان د نویو پېژند پاڼو د بڼې پر ضد لاریون وکړ. لاریون کوونکو غوښتنه کوله، چې په نویو تذکرو کې باید د دین او افغان کلمې ولیکل شي.

لاریون کوونکو دولت ته خبرداری ورکړ، که په پېژندپاڼو کې دغه توکي شامل نشي، نوې پېژندپاڼې به وا نخلي.