مصر کې د نوي اساسي قانون مصوبه ومنل شوه

په مصر کې د نوي اساسي قانون پر مصوبه هوکړه شوې او ټاکل شوې چې راتلونکي کال ته یې په اړه د یوې ټولپوښتنې په ترڅ کې رایه اچونه وشي.

کله چې د نوي اساسي قانون د لیکلو کمېسون د وروستیو بدلونونو په اړه بحث کاوه، د پلازمېنې قاهرې په تحریر څلورلارې کې مظاهرې وشوې، چې پولیسو پکې د د لرې شوي ولسمشر محمد مرسي پر پلویانو اوښلن ګاز وکاراوه.

په نوي قانون کې د پوځ د پراخو واکونو له ډلې یو شمېر پر ځای پرېښول شوي چې په ځینو حالاتو کې د پوځ لخوا د ملکي خلکو محاکمه کول هم پکې شامل دي.

د نوي اساسي قانون تر منل کېدو وروسته شپږو میاشتو په موده کې باید په دغه هېواد کې ټاکنې تر سره شي.