کونړ کې ډرون بريد پنځه وسله وال وژلي

د کونړ چارواکي وايي د دغه ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې پنځه وسلوال وژل شوي.

د کونړ د پولیسو مشر مل پاسوال عبدالحبيب سید خیل وايي په وژل شوو کې د وسلوالو د سلفي ډلې یو مهم قومندان حاجي عطا الله هم وژل شوی.

سره له دې چې چارواکي په غه برید کې د پنځو وسلوالو دوژل کیدو خبره کوي، خو سیمه وال وايي په برید کې یوازې حاجي عطا الله وژل شوی.

تر دې وړاندې په ورته یوه برید کې دسلفیانو یو بل مهم قومندان دوران هم وژل شوی و.