هانګ کانګ کې د مرغانو د والګي نښې

د مرغانو د والګي د یوه نوي ډول د خپرېدو د نښې په توګه هانګ کانګ تایید کړې چې په دغه هېواد کې د لومړي ځل لپاره یو کس د اېچ اووه این نهه ډوله والګي ښکار شوی دی.

دغه قرباني شوی کس یو اندونیزیايي کارګر بلل شوی چې چین ته یې سفر کړی و.

تر دې وړاندې د دې ناروغۍ قضیې یوازې په چین او تایوان کې موندل شوې وې. د ناروغۍ دغه نوی ډول د لومړي ځل لپاره په اپرېل میاشت کې رابرسېره شو او تر اوسه یې کابو پنځوس تنه وژلي دي.

هانګ کانګ اوس له پولې پورې له دریو چینايي شرکتونو د چرګانو واردول بند کړي دي.