د ناټو سرمنشي خبردارى

د ناټو سرمنشي اندرېس فوراسموسين خبردارى ورکړى که ولسمشر حامدکرزى له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک نه کړي نوکېداى شي چې د افغانستان پرامنيتي ځواکونونړيوالې پېسې ودرول شي . ښاغلي راسموسين بي بي سي ته وويل چې د تړون له لاسليک پرته کېداى شي چې ناټو د راتلونکي کال ترپايه پورې په دې هېواد کې خپل ټول ماموريت پاى ته ورسوي او خپل ټول عسکروباسي.

هغه وويل له اړوند قانوني چوکاټ پرته ناټو نه شي کولى چې د افغان ځواکونو د روزنې پلان شوى ماموريت ترسره کړي.