د پښتونخوا ګوندونه پر ګوادر کاشغر لار بیا یو ځای کېږي

  • 20 اکتوبر 2016 - 29 تله 1395
Image caption د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ایالت مشر او د پاکستان د سنا غړی عثمان کاکړ د بي بي سي له خبریال خدای نور ناصر سره

د پښتونخوا د یوه ملتپال سیاسي ګوند غړي او سناتور عثمان کاکړ وايي، دوی په ګوادر-کاشغر لار کې د پښتنو د حق اخیستلو لپاره د پښتونخوا له ټولو سیاسي او مذهبي ګوندونه سره اړیکې نیسي.

د پښتونخوا ملتپال سیاستوال د پاکستان پر فیدرالي حکومت تور پورې کوي، چې د دغه اقتصادي دهلېز اصلي لوری (لوېدیزه لار) وه، خو هغه يې ختیزې(شرقي) لارې ته اړولی دی.

دوی وايي، پر لوېدیزه(غربي) لار چې پر پښتونخوا او د بلوچستان له پښتون مېشتوسیمو به تېرېده، ورسره د پښتنو په سیمو کې معاشي(اقتصادي) انقلاب راتلی شو.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ګوادر- کاشغر لارې د اوسني او پخواني لوري نقشه

خو د دغو سیاستوالو په خبره، د پاکستان واکمنو دغه لار د ختیزې لارې پر ځای لوېدیزې لارې ته واړوله، چې ډېره ګټه به يې پنجاب او د پنجاب وګړیو ته رسېږي.

* پښتونخوا کالم - ګوادر، کاشغر پښتونخوا

* د چين او پاکستان پرمختيايي پروژه کې د پښتنو "محرومي"

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ایالت مشر او د پاکستان د سنا غړي عثمان کاکړ له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي، د دوی ګوند د پښتونخوا او بلوچستان پر ټولو سیاسي او مذهبي ګوندونو ږغ کوي، چې سره یو ځای شي او په ګډه د ګوادرکاشغر لوېدیزې لارې لپاره مبارزه وکړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دا وخت په بلوچستان ایالت کې د پاکستان له واکمن مسلم لیګ نواز ګوند سره په حکومت کې دی او له همدې امله پر یاد ګوند او د دغه ګوند پر مخکښ مشر محمود خان اڅکزي نیوکې کېږي، چې ګواکې د ګوادرـ کاشغر اقتصادي دهلېز پر لوېدیزه لار چوپ دی.

خو عثمان کاکړ دغه نیوکې بې ځایه بولي او زیاتوي، تر ټولو مخکې د دوی د ګوند مشر او د دوی ګوند د غربي لارې لپاره د پاکستان په پارلمان کې ږغ پورته کړی او اوس هڅه کوي، چې ټول سیاسي ګوندونه سره یوځای کړي او په ګډه د دې لارې لپاره مبارزه وکړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption نږدې لس کاله کېږي چې د ګوادر بندر د جوړولو کار پیل شوی دی.

ښاغلی کاکړ وايي، په همدې لړ کې يې له عوامي نېشنل ګوند سره هم تماس نیولی دی.

تردې وړاندې د ګوادرکاشغر اقتصادي دهلېز پر همدې لوېدیزه لار ټول ګوندي کنفرانسونه شوي.

* چین د پاکستان پر لویې لارې ۴۶ میلیارد ډالره پانګونه کوي

* د چين او پاکستان د ورېښمو لاره به څومره ستر بدلون وي؟

که څه هم د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف او د دغه هیواد فیدرالي حکومت بیا بیا ويلي، چې له دې اقتصادي دهلېز به د پاکستان ټولو قامونو ته یو شان ګټه رسېږي، خو پښتانه ملتپال د هغوی دغه ادعاوې ردوي او زیاتوي، له شرقي لارې د دغه اقتصادي دهلېز پلي کېدلو ګټې به يواځې او یواځې پنجاب ته رسېږي.

په دې وروستیو کې د پاکستان او چین ترمنځ د پاکستان له ګوادر بندر څخه بیا د چین تر کاشغر سیمې پورې د يوې اوږدې اقتصادي راهدارۍ پروژه پېل شوې، چې پرې شاوخوا ۴۶مليارده ډالره لګېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چین د ګوادر له لارې له منځني ختیځ سره نښلېدل غواړي