د سمندر پر غاړه د ګوادر تږی ولس

د انځور حقوق Getty Images
Image caption څه موده وړاندې د پاکستان او چین واکمنو د بلوچستان له ګوادره د چین تر کاشغر سیمې پورې د یوې لويې اقتصادي لارې پروژه پېل کړې ده

ګوادر د پاکستان د بلوچستان ایالت هغه بندر دی، چې په دې وروستیو کې يې نه یواځې په ځايي رسنیو کې، بلکې په نړیوالو رسنیو کې هم ډېری وخت ذکر کېږي چې ګوادر بندر به د پاکستان اقتصاد اسمان ته ورسوي.

دا ځکه چې څه موده وړاندې د پاکستان او چین واکمنو د بلوچستان له ګوادره د چین تر کاشغر سیمې پورې د یوې لويې اقتصادي لارې پروژه پېل کړې ده او دغه پروژه پاکستان د خپل اقتصاد د پياوړي کېدو د ملا تیر بولي.

د پښتونخوا ګوندونه پر ګوادر کاشغر لار بیا یو ځای کېږي

پاکستاني امنیتي ادارو کوټه کې ځینې افغان طالب مشران "نیولي"

پاکستاني چارواکو سره د افغان طالبانو خبرې

یاده پروژه چې پرې شاوخوا ۴۶میلیارده ډالره لګېږي، او ورسره پاکستاني واکمن ادعا کوي، چې د ګوادر وګړیو ته به د ژوند په هره برخه کې ډېرې اسانتیاوې ورسره وي، خو د دغه ښارګوټي وګړي تراوسه هم لاهم د اوبو یوه څاڅکي ته ترسېږي.

د دغه ښار وګړي وايي، نور پرمختګ يې په اور پسې، د څښاک اوبه دي راکړل شي.

د بي بي سي خبریاله صبا اعتزاز تېره اوونۍ ګوادر بندر ته تللې وه، هغه په خپل راپور کې کاږي، چې ۱۲ کلنه الیزای د ماشومو نجونو په هغه اوږده قطار کې ولاړه ده، چې ميندي يې له خړو اوبو منګي ور ډکوي او دوی يې پر سر خپل کور ته وړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ځايي چارواکو په خبره ګوادر بندر ښارګوټی له ۲۰۱۲م کال راهیسې درېیم ځل د څښاک د اوبو له سخت نشتوالي سره مخاخ کېږي.

دغه نجونې د زده کړو او پرمختګ د سفر پر ځای هره ورځ یواځې تر دغو خړو اوبو سفر کوي، چې د کور د وګړیو تنده ور ماته کړي.

د الیزای مشرې خور ګل بي بي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، "موږ ته داسې ښکاري، چې زموږ ټول عمر به د اوبو په لټون کې تېرېږي".

ګل بي بي زیاتوي، هغه ټوله ورځ اوبه وړي او بیا د دغو اوبو څاڅکی څاڅکی شمېري او کاروي يې.

د ځايي چارواکو په خبره ګوادر بندر ښارګوټی له ۲۰۱۲م کال راهیسې درېیم ځل د څښاک د اوبو له سخت نشتوالي سره مخاخ کېږي.

په ګوادر کې انکړا بند چې دغه ښارګوټي ته د اوبو ورکولو یواځينی بند دی، اوس د وچکالۍ له امله په وچېدو دی.

د دغه بند د وچېدو له امله د ګوادر او شاوخوا سیمو درې لکه ته نژدې ابادي سخته اغېزمنه شوې.

که څه هم د ګوادر کاشغر اقتصادي لارې په ميلياردونو روپيو پروژه کې يې څه پيسې په ګوادر ښار کې د اوبو د یوه نوي بند د جوړېدو لپاره ځانګړې کړې دي خو د دغه بند جوړېدل لاهم د ځنډ ښکار دی.

د ګوادر مرستیال کمشنر طفیل بلوڅ له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، انکړا بند په ۱۹۹۰ عیسوي کال کې یواځې د ۵۰ زره نفوسه ابادۍ لپاره جوړ شوی و، خو اوس د دغه ښار ابادي تر درې سوه زره اوړي او په دغه بند کې د هغه وخت په پرتله د اوبو ظرفیت ۵۰ سلنه کمه شوې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption څه موده وړاندې د پاکستان او چین واکمنو د بلوچستان له ګوادره د چین تر کاشغر سیمې پورې د یوې لويې اقتصادي لارې پروژه پېل کړې

د طفیل بلوڅ په خبره، اوس په ګوادر کې د اوبو نشتوالی خطرناکې درجې ته رسېدلی او ایالتي حکومت د بندونو د جوړولو لپاره کار پيلول غواړي، خو د دغه کار واګې لاهم له فیدرالي حکومت سره دي او بودیجه يې ورکړې نه ده.

میر حمل کلمتي له ګوادر سیمې د بلوچستان د ایالتي اسمبلۍ غړی دی.

ښاغلی کلمتي وايي، هغه د دغې سیمې ټاکل شوی غړی دی، خو فیدرالي او ایالتي حکومت کله هم د ګوادر د پرمختګ په تړاو له دوی سره نه خبره کړې او نه يې هم ورڅخه کوم وړاندیز غوښتی دی.

د حمل کلمتي په خبره د ګوادر وګړي د پرمختګ هرکلی کوي، خو هغه په دغه پرمختګ کې خپله برخه او ګډون هم غواړي.

ښاغلی کلمتي زیاتوي، که د ګوادر وګړیو ته د څښاک اوبه نه رسېږي او د دغه ښار او بندر په نامه ګټې پاکستان ته رسېږي، نو د ګوادر وګړي به خامخا دا وايي، چې د ګوادر بندر ګټې د دوی پر ځای د بهر خلکو "فیدرالي حکومت" ته رسېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان په بلوچستان ایالت کې له تېرې څه مودې راهیسې ځينو بلوڅ ملتپالو له پاکستانه د بېلېدو وسله واله مبارزه پېل کړې

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې له تېرې څه مودې راهیسې ځينو بلوڅ ملتپالو له پاکستانه د بېلېدو وسله واله مبارزه پېل کړې او هغه تور پورې کوي، چې د دغه ایالت د مځکې پر سر او تر مځکې لاندې طبعي زېرمې د پاکستان فیدرالي حکومت او پنجاب لوټلې دي، خو فیدرالي حکومت او پنجاب دا ردوي.

دغه بلوڅ وسله وال او ورسره د دغه ایالت بلوڅ ملتپال سیاستوالو هم بیا بیا ویلي، په ګوادر کاشغر اقتصادي لارې کې به بیا هم د تېر په څېر د بلوچستان د وګړیو پر ځای ډېرې ګټې فیدرالي حکومت او پنجاب ته رسېږي او ځايي بلوڅان به همداسې و چې شونډې پاته وي.

ورته مطالب