د وتلي سندرغاړي خیال محمد په نوم اوونۍ لمانځله کېږي

Image caption افغان دولت استاد خیال د میرغازي بچه خان عالي دولتي ميډال نازولی دی.

د پښتو د خوږ ژبي او وتلي سندرغاړي استاد خیال محمد په نوم اوونۍ د افغانستان او پاکستان په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هغه مینه وال لمانځي.

استاد خیال محمد له بي بي سي سره په يوې ځانګړې مرکه کې وویل، د لر او بر او ټولې نړۍ له پښتنو مینه والو مننه کوي، چې هغه ته يې دومره مینه ورکړه.

د پاکستان او افغانستان د خبریالانو د سولې ټولنې لخوا د نومبر له لومړۍ بیا تر اوومې نېټې پورې د پښتو غزل باچا استاد خیال محمد ته د درناوي لپاره، د خیال اوونۍ د امن اوونۍ، تر سرلیک لاندې ددغې اونۍ اعلان کړی دی.

په ورته مهال افغان دولت استاد خیال د میرغازي بچه خان عالي دولتي ميډال نازولی دی.

فکرلارې: افغان ټولنه کې د موسيقي او سندرغاړيو ننگونې

په کابل کې د کلاسیکې موسیقۍ د ساتلو کنسرټ

نغمه: د موسیقۍ د معیار کچه ټیټه شوې ده

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت کلتوري اتاشي عبدالرحمان حبیب زوی له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، افغان دولت د پښتو غزل باچا استاد خیال محمد ته د غازي میر بچه خان عالي دولتي ميډال اعلان کړی، چې له سرو زرو جوړ دی.

د ښاغلي حبیب زوی په خبره په پېښور کونسلګرۍ کې به دغه میډال استاد خیال محمد ته په راتلونکو څو ورځو کې ورکړل شي. له دې سره په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال او د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا له استاد خیال محمد سره د نغدي مرستې اعلان هم شوی دی.

Image caption استاد خیال محمد له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، 'خدای دي په لر او بر وطن کې سوله راولي

د پاکستان او افغانستان د خبریالانو د سولې ټولنې مشر فاروق فراق بیا بي بي سي ته وویل، پر تورخم د پاکستان او افغانستان دولتونو ترمنځ شخړې د کرښې دواړو غاړو ته پښتانه وځورول او وايي د ځينو قوتونو لخوا داسې څرنګونې کېدې چې لر او بر پښتانه سره لرې کړي.

نوموړی وايي، همدې لرې والي او کرکې ته په پام سره ددوی ټولنې دا پرېکړه وکړه، چې یو داسې هنرمند چې په لر او بر کې يې مینه وال وي، د هغه اوونۍ ولمانځي، چې لر او بر پښتانه به یوځل بیا پرې راټول شي.

استاد خیال محمد له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، 'خدای دي په لر او بر وطن کې سوله راولي او د لر او بر ترمنځ دي دا دوستي او مينه همداسې تل ژوندۍ وي، چې په ګډه خپل هنرمندان او اتلان لمانځي. '

استاد خیال محمد چې په سلګونو سندرې يې زمزمه کړې، د هغه زوی انور خیال د راډيو پاکستان د یوه پخواني مشر نثارمحمد خان له خولې وايي، چې د استاد خیال محمد ثبت شوې سندرې تر لس نیم زره ساعتونو هم ډېرې دي، چې په کې د استاد د فلمونو، راډيو، ټيلویزیون او کېسټونو ټولې سندرې راځي.

استاد خیال محمد دا وخت ۶۸ کلن دی، چې له تېرو دریو کلونو راهیسې په فلج ناروغۍ اخته دی.

اړونده مطالب