بلوچستان: د شاه نوراني زيارت چاودنه کې لږ تر لږه ۵۲ تنه وژل شوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تراوسه نه ده روښانه چې دا ځانمرګي بريد و که ريموټ کنټرول بمي بريد

پاکستان کې د بلوچستان ایالت د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي ويلي، په خضدار سيمه کې د شاه نوراني په مزار کې د چاودنې له امله د وژل شويو شمېر ۵۲ ته لوړ شوی دی.

له بي بي سي سره په خبرو کې سرفراز بګټي وويل، په دغه چادونه کې ګڼ شمېر نور کسان ټپيان شوي هم دي.

تراوسه نه ده روښانه چې دا ځانمرګي بريد و که ريموټ کنټرول بمي بريد. د سرفراز بګټي په وينا د پېښې په اړه يې پلټنه پيل کړې ده.

د بلوچستان وياند انورالحق کاکړ له رسينو سره په خبرو کې ويلي، له حب او خضدار څخه د پېښې ځای ته امبولانسونو استول شوي. د نوموړي په وينا د وژل شویو کسانو کره شمېر لا نه دی معلوم.

کوټه کې د پولیسو پر روزنیز مرکز برید کې ۶۱ وژل شوي

په کوټه کې وير او کاربنديز

د سمندر پر غاړه د ګوادر تږی ولس

نوموړي زياته کړه، د شاه نوراني مزار د خضدار سيمې له مرکزه ۳۰۰ کيلومتره لرې پروت دی چې له امله يې په مرستو رسولو کې له ستونزو سره مخ دي.

يوه خيريه کارکوونکي فيصل ايدهي بي بي سي ته ويلي، "ځايي وخت د ماښام شپږ بجې د چاودنې په اړه ورته خبر رسېدلی و او موږ ۵۰ امبولانسونه ورلېږل."

د انځور حقوق FLICKR

بلخوا د بلوچستان د روغتيا وزير رحمت صالح وايي د مرستې رسولو ډلې يې د پېښې ځای ته لېږلې او ټول ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

ورته مطالب