د پښتونخوا سیاستوال حاجي عدیل ومړ

د انځور حقوق .
Image caption حاجي عديل په ۱۹۹۳م کال کې د پښتونخوا ایالت د خزانې وزیر او په ۱۹۹۷ کال کې د پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ وياند و.

د عوامي نشنل ګوند سیاستوال او خدایي خدمتګار حاجي عدیل د زړه ناروغۍ له امله ساه ورکړې او نن جمعه (۱۸ نومبر) په پېښور کې خاورو ته سپارل شوی دی.

۷۲ کلن حاجي عدیل د باچاخان او مهاتما ګاندي نژدې ملګری پاتې شوی، د عوامي نشنل ګوند له لوري د پښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ غړی او هم د پاکستان د سنا غړي په توګه کار کړی دی.

نوموړی په ۱۹۹۳م کال کې د پښتونخوا ایالت د خزانې وزیر او په ۱۹۹۷ کال کې د پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ وياند و.

د پښتونخوا ګوندونه پر ګوادر کاشغر لار بیا یو ځای کېږي

"غواړم له پښتنو مېرمنو سره د انسان غوندي چلند وشي"

د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف د حاجي عدیل مړينه یوه ستره ضایع ګنلې او کورنۍ او ګوند ته يې د صبر او زغم ډاډ ورکړی دی.

ښاغلي شریف د ارواښاد حاجي عدیل په اړه په یوه پېغام کې ویلي "حاجي عدیل تل په پاکستان کې د ډيموکراسۍ د ودې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي".

د دغه هېواد اکثره سیاسي ګوندونو او سیاستوالو د نوموړي پر مړینه سخته خواشيني څرګنده کړې ده.

حاجي عدیل تېره ورځ د افغان دولت لخوا د پښتو وتلي سندرغاړي استاد خیال محمد ته د غاړي میر بچه خان مډال ورکولو په غونډه کې هم ګډون کړی و، چې ښايي همدا به يې وروستۍ غونډه وي.

د انځور حقوق .
Image caption حاجي عدیل تېره ورځ د افغان دولت لخوا د پښتو وتلي سندرغاړي استاد خیال محمد ته د غازي میر بچه خان ميډال ورکولو په غونډه کې هم ګډون کړی و

پېښور مېشتي د چارو کارپوه خادم حسین له بي بي سي سره په یوه مرکه کې د حاجي عدیل د سیاسي مبارزې درې مهمې برخې په ډاګه کړې، چې یوه يې "پرمختللی سیاسي فکر"، دويمه يې "فډرالي ډيموکراسي" او درېیمه برخه يې د پښتنو په هکله وه، چې د خدايي خدمتګارۍ غورځنګ پر بنسټیزو اصولو عمل کول او د خپل کردار په هکله مستقل مزاجه او پاک اوسېدل وو.

د خادم حسین په خبره ارواښاد حاجي عدیل تل همداسې اوسېدلی دی.

د خادم حسین په خبره "حاجي عدیل تل د پښتنو د حقونو لپاره باالعموم او د پښتونخوا د حق لپاره باالخصوص مبارزه کړې او د هغوی د حق لپاره يې شپه او ورځ یوه کړې وه. "

د ارواښاد حاجي عدیل کورنۍ وايي، هغه له څه مودې راهیسې د زړه، شکر او پښتورګو په رنځ اخته و.

اړونده مطالب

ورته مطالب