په کوټه کې څلور امنیتي سرتېري ووژل شول

د انځور حقوق EPA
Image caption له دې پېښې یوه میاشت مخکې د پولیسو په برید کې څلور وسلوال وژل شوي وو.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې چارواکي وایي، د نامعلومو وسلوالو په برید کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د کوټې د پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه خبري غونډې ته وویل، په وژل شویو کې درې ملېشه او یو پولیس دی.

د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې یو لاروی هم ټپي شوی دی.

په سیمه کې چارواکي وايي، په ټپ ټپي(موټر سایکل) سپرو وسله والو پر امنیتي سرتېرو دا برید کړی او بیا له سیمې تښتېدلي دي.

* په کوټه کې وير او کاربنديز

* کاربندۍ کوټه په ټپه درولې وه

د یادولو ده چې تېره میاشت هم له پولیسو سره په نښه کې څلور وسلوال وژل شوي و.

له دې پېښې درې ورځې ځانمرګو په کوټه کې د پولیسو په روزنیز مرکز برید وکړ چې له امله یې ۶۱ سرتېري مړه او له ۱۲۰ ډېر ټپیان شول.