د پېښور ۱۷ کتابپلورنځيو کې اوس کالي او خوراکي توکي پلورل کېږي

Image caption پخوانی کتابپلوری شوکت اوس د کتاب په ځای خوراکي توکي پلوري.

د پښتونخوا حکومت د پوهنې د ودې لپاره په ایالت کې بېړنی تعليمي وضعیت اعلان کړی، خو په مرکزي ښار پېښور کې په تيرو څو کلونو کې د کتابونو ۱۷ دوکانونه تړل شوي، چې ځينې مشهور کتابپلورنځي لکه سعيد بوک بنک، ايم جي بوک، مسټر بوک، پاکستان بوک او شاهين بوک هم پکې شامل دي.

د کتابونو ډېری پلورنځي اوس د خوراکي توکو يا کالیو په هټیو بدل شوي دي.

کتابپلوري د دوکانونو د تړلو لامل د حکومت هغه پالیسي بولي، چې له مخې یې د چاپ حق(کاپي رایټ) نه لرونکو بهرنیو کتابونو پلورل سخت شوي و.

د کتابونو یو پخواني کتابپلوري شوکت بي بي سي ته وويل، مرکزي استخباراتي ادارې يا ايف اې ای په پېښور کې د کتابونو په دوکانونو چاپې اچولې او دوکانداران یې د هغو بهرنیو کتابونو له امله جرمانه کول چې له چاپ حق پرته یې نقل یا دویم چاپ پلور ته وړاندې کول.

نوموړی زياتوي، د بهرني اصل کتاب بيه ډيره لوړه ده، له چاپ حق پرته دغه کتابونه د پاکستان په سیند او پنجاب ايالت کې چاپيږي او د هېواد په مختلفو ښارونو کې پلورل کېږي:

"د پښتونخوا لپاره د بهرنیو کتابونو د نقل خرڅولو په اړه د حکومت د سختې پاليسۍ له کبله ډير دوکانداران نورو ایالتونو ته لاړل".

بل کتاب پلوری سعيد خان وايي، د زدکوونکو د لېوالتیا کميدو او نورو ستونز کاروبار تړلو ته اړ کړی دی.

Image caption سعیدخان اوسمهالې ټیکنالوجي او له کتاب اخیستلو سره د زدکوونکو نه لېوالتیا د کتاب بازار د سړېدلو لامل بولي.

د کتابونو لوړه بیه او اوسمهالې ټیکنالوجي نور هغه لاملونه دي چې د کتابونو بازار یې سوړ کړی، ځکه زدکوونکي د ګرانو کتابونو د اخیستلو وس نه لري او په انټرنېټ کې یې هم موندلی شي.

خو د کتاب پلورنځیو له تړلو سره د زدکوونکو ستونزې زياتې شوې دي. دوی ځینې وخت نه يواځې په ګرانه بيه د کتابونو په اخیستلو مجبور دي بلکې ډېر وخت ان یو مهم کتاب ترلاسه کولی نه شي.

د پيښور پوهنتون يو زدکوونکي واجد علي شينواري بي بي سي ته وويل، وړاندې به یې په اسانه کتابونه تر لاسه کول خو چې له کوم وخت ځینې کتاب پلورنځي تړل شوي‌ اوس تر ډېره د کتابونو د اخیستلو لپاره بل ښار ته ځي.

په پېښور کې د کتاب لوستولو کچه هم ټیټه شوې او د ښار عامه کتابتون ته د مطالعې لپاره ډير کم زدکوونکي ورځي.

Image caption د عامه کتابتون مشر وايي، په پېښور کې د مطالعې او لوست کچه ټیټه شوې ده.

په دغه کتابتون کې له يو لک نه ډېر کتابونه دي، خو مشر یې ظاهرالله بي بي سي ته وويل، کتابتون ته تر ډېره څېړونکي يا متقاعد کسان راځي.

هم دغه راز په پېښور ښار کې د زړو کتابونو په مشهورو بازارونو لکه ګوره بازار او چکه ګلۍ کې اوس تر ډېره يواځې د تعلیمي نیصاب کتابونه پلورل کېږي.