د پاکستاني پوځ مشري جنرال قمرجاوېد ته وسپارل شوه

د انځور حقوق ISPR
Image caption ښاغلي باجوه ته د پوځ مخکيني مشر جنرال راحیل شریف د مشرتابه هیئت لکړه په یوه غونډه کې په لاس کې ورکړه

د پاکستاني پوځ نوي مشر ډګر جنرال قمرجاوېد باجوه نن سه شنبه ددغه هېواد د پوځ واګې په خپل لاس کې واخیستې.

ښاغلي باجوه ته د پوځ مخکيني مشر جنرال راحیل شریف د مشرتابه هیئت لکړه په یوه غونډه کې په لاس کې ورکړه او داسې نوموړي ددغه هېواد د شپاړسم پوځي مشر په حیث کار پيل کړ.

جنرال قمر جاويد باجوه د پاکستان د پوځ مشر ټاکل شوی

د واک سپارلو په دغه غونډه کې د پاکستان وزیرانو، د پوځ پخوانیو مشرانو، لوړپوړو دولتي چارواکو او ددغه مخورو کسانو ګډون درلود.

دغې غونډې ته په وینا کې د پاکستاني پوځ مخکيني مشر جنرال راحیل شریف ادعا وکړه، چې دوی د وسلوالو پرضد په بریالیتوب سره تر جنګ وروسته د سیمې ولس او په خاصه توګه پاکستاني ولس ته د سولې یو نوی امید ورکړ.

ښاغلي شریف زیاته کړه، په بلوچستان ایالت او کراچۍ کې د سولې راوستل، د (ضرب عضب) په نامه عمليات او د پاکستان او چین ترمنځ اقتصادي راهدارۍ په شمول په هر ځای کې ددغه بریالیتوب نخښې نښانې څرګندې دي.

د انځور حقوق ISPR
Image caption د واک سپارلو په دغه غونډه کې د پاکستان وزیرانو، د پوځ پخوانیو مشرانو، لوړپوړو دولتي چارواکو او ددغه مخورو کسانو ګډون درلود.

جنرال راحیل شریف په دغه وینا کې د ایالتي حکومتونو او اولسي حکومت هم مننه وکړه، چې دده په خبره له پوځ سره يې هر وخت مرسته کړې.

د پاکستان او هند ترمنځ په دې وروستیو کې پر کنټرول کرښه او د هند تر انتظام لاندې کشمیر کې د ناامنۍ پېښو ته په پام سره جنرال راحیل شریف وویل، د دوی د زغم تګلاره دي څوک کمزوري نه ګڼي او په جنوبي اسیا کې د سولې او ثبات لپاره باید نړیواله ټولنه د کشمیر لانجه هواره کړي.

جنرال راحېل شریف؛ چې له کودتا پرته یې حکومت وکړ

پاکستان چې پکې لاهم ددغه هیواد اکثره چارې د پردې تر شا د ولسي او ډيموکراټيک حکومت پرځای پوځ پرمخ بيايي، تل يې د نوي مشر ټاکل کېدل خورا مهم کار بلل کېږي او ددغه هیواد برېښنايي رسنۍ خو آن په اونیو اونیو په دغه باب تاوده بحثونه کوي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
پاکستان کې ډګر جنرال قمر جاوېد باجوه د دغه هېواد د پوځ نوی مشر ټاکل شوی دی

ورته مطالب