پېښور: د "پت" په نامه يو ځوان او يوه ښځه وژل شوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دې وروستیو کې په پښتونخوا کې د پت په نامه وژنې زیاتې شوې دي

د پښتونخوا په پېښور کې چارواکي وايي، د یوه ځوان او یوې ښځې مړي يې موندلي دي، چې په ډزو وژل شوي دي. د چارواکو په خبره وژل شوې مېرمن واده شوې، خو ځوان مجرد دی.

پښتونخوا کې دوې مېرمنې او یو امنيتي چارواکی وژل شوی

د پېښور د پولیسو په خبره د دوشنبې (۵ ډسمبر) په سهار د دغه ښار او قبایلي سیمې خیبرایجنسۍ په سرحدي سیمه شاګۍ ارضيات کې دغه مړي موندل شوي دي.

د دغې سیمې د پولیسو تاڼې یوه چارواکي طارق خان بي بي سي ته وویل، د دواړو وژل شويو مړي له کلي سره څېرمه په کرونده کې غورځول شوي وو.

د یاد چارواکي په خبره دواړه وژل شوي د پېښور میترا سیمې سره اوسېدونکي دي.

په دې وروستیو کې د پېښور په ګډون د پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې د "پت" په نامه د وژنو پېښو زور اخیستی دی. شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په پېښور کې یوه مور له خپلو دوو لوڼو سره یو ځای همداسې د پت په نامه وژل شوې وه، چې وروسته يې مړيو ته اور ورته کړل شوی و.

په داسې پېښو کې ډېری وخت د ښځو مړي همداسې په وېرانو کې غورځول کېږي، چې زياتې پېښې يې د پت په نامه کېږي او ښځې د کورنۍ د غړیو لخوا وژل کېږي.

بلې خواته د پښتونخوا په هري پور سیمه کې چارواکي وايي، د نهم ټولګي پر يوې ماشومې د ښوونځي په ودانۍ کې جنسي تېری شوی دی. د پولیسو په خبره دا پېښه دوې ورځې وړاندې شوې ده.

د یادې سیمې د پولیسو تاڼې یوه چارواکي محمد صابر له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، له دوی سره د نهم ټولګي يوې زده کوونکې رپوټ ثبت کړی دی، چې درې کسانو ورباندې د ښوونځي په ودانۍ کې جنسي تېری کړی دی.

پولیس وايي، له یادو درو کسانو يې پوښتنې ګروېږنې پېل کړې، خو لاهم دا څرګنده نه ده، چې ایا دا رښتيا دي که نه.

ورته مطالب