جمرود کې ۱۱۰ لرغوني ځایونه موندل شوي

جمرود د انځور حقوق KPK ARCHEOLOGY DEPARTMENT
Image caption تر زرو کلونو پخوانۍ لرغونې ځایونه

د پاکستان قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ په جمرود سیمه کې نژدې ۱۱۰ لرغوني ځایونه موندل شوي چې د ځینو لرغونتوب یې ۳۰ زرو کلونو ته رسېږي.

د خیبر پښتونخوا ایالت د لرغون پېژندنې ادارې کارپوهانو د خیبر ایجنسۍ د سیاسي ادارې په مرسته قبایلي سیمې د جمرود لومړنۍ سروې یې په دوه نیمو میاشتو کې بشپړه کړې چې په دې کې تر تاریخ وړاندې مهال اثار هم شامل دي.

د انځور حقوق KPK ARCHEOLOGY DEPARTMENT
Image caption په ۱۱۰ لرغونو ځایونو کې انساني نښې لیدل کېږي

د لرغون پېژندنې ادارې رییس عبدالصمد خان وویل؛ دا سیمه د لرغونو توکو له پلوه شتمنه ده او تر منظمو کېندنو وروسته له دې ځایه خورا مهم اثار ترلاسه کېدای شي.

په ابتدایي توګه له دغو ۱۱۰ سیمو نه داسې اثار ترلاسه شوي چې پر تېږو انساني نښې لري. پردې سربېره، دیوالونه یا ودانۍ، د بودایي دورې ګنبدونه او سمڅې موندل شوي دي.

د انځور حقوق KPK ARCHEOLOGY DEPARTMENT
Image caption د چارواکو په وینا په خیبر ایجنسۍ کې ډېر مهم لرغوني اثار شته

د خیبر ایجنسۍ دا لاره د سکندر او بودایي مذهب پیروانو سربېره د منځني آسیا یو شمېر مسلمانو بریدګرو هم کارولې ده. د خیبر دا لاره د منځني او سوېلي آسیا نښلولو کې د پله حیثیت لري او د سوداګریزې راکړې ورکړې مهمه لاره ده.

د خیبر ایجنسۍ پولیټیکل ایجنټ (سیاسي استازي) خالد محمود بي بي سي ته وویل؛ خیبر ایجنسي له تاریخي پلوه ډېر اهمیت لري او همدا لامل دی چې ددوی لېوالتیا یې ډېره کړه او د هغې سروې یې بشپړه کړه. د هغه په وینا، اوس هم په خیبر ایجنسۍ کې ډېر مهم لرغوني اثار شته. د امریکا او بریتانیا د مهمو مشرانو سربېره، وتلي سوک وهونکي محمد علي کلې هم له دې سیمې لیدنه کړې.

د انځور حقوق KPK ARCHEOLOGY DEPARTMENT
Image caption د بریتانیا او امریکا لوړپوړو چارواکو له دغې سیمې لیدنه کړې ده.

د ترهګرۍ پروړاندې جګړه کې د خیبر ایجنسۍ ډېرې سیمې اغېزمنې شوې دي او په دې سیمه کې د توندلارو پرضد ډېر عملیات شوي دي.

د چارواکو په وینا، د تېر په پرتله اوس دغلته وضعیت څه ناڅه ښه شوی او که لرغونې سیمې وسپړل شي او د عامو خلکو پرمخ یې دروازې خلاصې شي نو د ګرځندویۍ له اړخه به د عاید ښه سرچینه شي او ورسره به د خلکو ژوند ښه شي.

د انځور حقوق KPK ARCHEOLOGY DEPARTMENT
Image caption ددغو لرغونو اثارو په ډله کې ۳۴ تونلونه او یوه د رېل پټلۍ ده

عبدالصحمد خان وویل؛ په وروستیو لومړنیو موندنو کې د بریتانوي دورې اثار هم ترلاسه شوي چې په هغې کې ۳۶ تونلونه او د رېل هغه پټلۍ شامله ده چې مهم میراثونه دي خو ورته هېڅ اهمیت نه دی ورکړل شوی. هند کې د رېل دا پټلۍ نړیوال میراث ګنل شوي دي.

د هغه په خبره، په خیبر ایجنسۍ کې چې کوم اثار ترلاسه شوي هغه د مهنجو داړو او هړپه په پرتله لرغوني دي، ځکه چې د تخت بای مهنجو داړو له ۲۰۰۰ تر ۵۰۰۰ کلونو لرغونتوب لري، خو د جمرود اثارو لرغونوالی ۳۰ زرو کلونو ته رسېږي.

د انځور حقوق KPK ARCHEOLOGY DEPARTMENT
Image caption دا اثار د مهنجو داړو او هړپه په پرتله لرغوني دي

نوموړی وویل؛ په سوېلي اسیا کې لومړنۍ سروې ګانې د بریتانویانو پرمهال شوې وې خو هغه مهال له ډېرو هڅو سره سره د امنیتي وضعیت له امله د انګلیسانو پرمهال دا سروې نه وه شوې. هغه زیاته کړه؛ د پاکستان رامنځته کېدو وروسته هم دې خوا ته پاملرنه ونشوه.

د انځور حقوق KPK ARCHEOLOGY DEPARTMENT
Image caption په سوېلي اسیا کې لومړنۍ سروې بریتانویانو کړې ده

اوسنۍ سیاسي ادارې دې خوا ته پام واړوه او د خیبر پښتونخوا د لرغونو اثارو ادارې هم ورسره تخنیکي مرسته وکړه. په قبایلي سیمو کې د لرغونو اثارو اداره نشته نو له همدې امله ددغو سیمو خلک دا ډول اثار نشي موندلی.