پېژندل شوی شاعر او لیکوال ډاکتر خالق زیار خاورو ته وسپارل شو

زیار
Image caption د زيار د مړينې په ورځ پر خواله رسنیو د نوموړي ډېری مينه والو د هغه مشهور شعرونه شريک کړي وو، چې د بيرې او ټال ذکر کېږې ډاکتر خالق زيار به هر چاته يادېږې.

د ساده او خوږې ژبې شاعر ډاکټر خالق زيار د دوشنبې پر ورځ له نړۍ سترګې پټې کړې او په سيدرا جوړ کې خاور ته وسپارل شو.

ډاکټر خالق زيار د پښتو ژبې يو نامتو شاعر، ليکوال او څيړنکار و. هغه پر پښتو سربېره په اردو، انګليسي، فارسي هم پوهېده .

ډاکټر خالق زيار په پښتو ژبه کې شاعري کوله او څلور کتابونه یې ليکلي دي. نوموړی د خليل جبران مشهور انګريزي ناول بروکن وينګز د مات څانګونه په نوم پښتو ژبې ته ژباړلی دی.

ډاکټر خالق زيار پر کال ۱۹۵۶ د ملاکنډ ايجنسۍ درګۍ تحصيل د سيدرا جوړ په يو کلي کې د ملک سعد کور کې زېږېدلی و.

خالق زيار لومړنۍ زدکړې په درګۍ کې ترسره کړې وې او وروسته یې په افغانستان کې طبي زده کړې کړې وې. ډاکټر خالق زيار د درګۍ په روغتون کې دنده ترسره کوله او څه موده وړاندې یې تقاعد کړی و.

د پښتو ژبې وتلی شاعر او لیکوال صدیق پسرلی ومړ

وتلی شاعر رحمت الله درد ومړ

د نوموړي حجرې ته د دعا لپاره راغلو ګڼو مېلمنو کې د درګۍ سيمې وتلی شاعر رحمت شاه سايل هم و چې د خوږ ملګري په مړينه ډېر غمجن و.

رحمت شاه سايل بي بي سي ته وويل، ډاکټر خالق زيار په ساده ژبه شاعري کوله او د هغه شاعري يوه ټولنیزه شاعري وه. ښاغلي سایل زیاته کړه "زيار په افغانستان کې زدکړې کړې وې او پر ژبه او فکر یي د افغانستان د حالاتو او د ټولنې يو ژور چاپ و. هغه يو ډېر ښه انسان او يو ډېر ښه څېړنکار و".

د ډاکتر خالق زيار زوی ډاکتر اتل د درګۍ په هغه روغتون کې دنده ترسره کوي چې پلار یي پکې بوخت و. هغه بي بي سي ته وويل پلار یې تل خپلې خوښې ته پرېښی وو، کله یې هم خپله خوښه نه ده پرې تپلې.

ډاکتر اتل وايي "د خپل پلار شاعري مې لوستې ده او خوښه مې ده. پلار مې له تقاعد وروسته زيات وخت هم د پښتو ژبې ودې ته ځانګړی کړی و".

د زيار د مړينې په ورځ پر خواله رسنیو د نوموړي ډېری مينه والو د هغه مشهور شعرونه شريک کړي وو، چې د بيرې او ټال ذکر کېږې ډاکتر خالق زيار به هر چاته يادېږې.

شاعر رحمت شاه سايل په ژړه غوني اواز وويل د ډاکټر خالق زيار مړينې سره چې په پښتو ادب کې کومه تشه رامنځته شوې په ډکېدو به یې کلونو ولګېږي.

بل حمزه ته څومره انتظار؟

د اجمل خټک پر قبر بريد غندلو ته مظاهره وشوه

اړونده مطالب