په پېښور کې زهري شرابو پنځه کسان وژلي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په پاکستان کې وخت ناوخت د زهري شرابو د څښاک له امله خلک وژل کېږي.

د پښتونخوا په مرکز پېښور کې چارواکي وايي، د زهري شرابو د څښلو له امله پنځه کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي، وژل شوي عیسویان دي.

د پولیسو په خبره، د چهارشنبې په شپه د پېښور ښار د صواتو پټک د پشتخره تاڼې په حدودو کې دا پېښه شوې ده.

* لږ شراب هم 'د سرطان خطر ډېرولی شي'

* د پاکستان پنجاب کې زهري شرابو ۲۶ کسان وژلي

د پشتخره پولسو مرکز مشر اسلام شاه بي بي سي ته ویلي، چې عیسویانو د نوي کال د خوښۍ مراسمو کې دا شراب څښلي او د حالت له خرابېدلو وروسته روغتون ته لېږدول شوي وو.

د هغه په خبره، له لومړنیو څېړنو وروسته معلومه شوه چې دغو کسانو په درملو کې کارېدونکي مواد او ځايي جوړ شراب سره یو ځای کړي وو.

په دې پېښه کې تراوسه یواځې د پنځو کسانو مړینه تایید شوې ده.

نوموړی دا هم وايي، ټول وژل شوي کسان عیسویان او د حکومت په مختلفو ادارو کې یې پر ټیټو څوکیو کار کاوه.

د انځور حقوق AFP
Image caption په پاکستان کې ځايي جوړ شراب د خلکو د وژل کېدو سبب بلل کېږي.

په پاکستان کې له دې مخکې هم د زهري شرابو د څښلو له امله د وژنو پېښې شوې، چې تر ډېره پکې عیسویان او یا هم هندوان وژل شوي دي.

یوه اونۍ مخکې د پنجاب په ټوبه ټیک سینګ ښار کې هم د عیسوي اختر په مراسمو کې د زهري شرابو له امله تر ۳۰ پورې کسان وژل شوي وو.