په اسلام اباد کې د بوري د رساله لاين سيمې احتجاج
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بلوچستان د رساله لاين سيمې کورنۍ وايي د پاکستان پوځ يې کورونه نړولي

د بلوچستان د بوري د رساله لاين سيمې دغه کورنۍ وايي، د پاکستان پوځ يې کورونه ور نړولي او له خپلو کورو يې بې کوره کړي دي.

دغه کورنۍ اوس په اسلام اباد کې د اعتراض په موخه راغونډې شوې په دوی کې ماشومان او مېرمنې هم شاملې دي.

دغه کورنۍ وايي، په رساله لاین سیمه کې د ۳۵۰ په شاوخوا کې کورنۍ ژوند کوي.

دوی وايي، په بلوچستان کې مو بیا بیا احتجاج وکړ خو چا مو ږغ وا نه ورېد، اوس په اسلام اباد کې په احتجاج کولو مجبوره شوو.

خو بله خوا د بوري سیمې پولیس وايي، دا د پوځ مځکه ده او هغوی حق لري، چې پرې خالي يې کړي.

اړونده مطالب