''پاک- افغان سیاسي کړکېچ پر سوداګرۍ ناوړه اغېز کړی''

Image caption حاجي افضل وايي له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۱۳ کال پورې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارت ښه و.

په تېرو څو کلونو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سواګرۍ کې کمی راغلی او له پاکستان نه افغانستان ته د صادارتو کچه يو میلیارد ډالرو ته راټيټه شوې ده.

د خيبر پښتونخوا د سوداګريز مرکز مشر د دغه تجارت د کمي لامل د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي کړکېچ بولي.

په مرکزي ښار پېښور کې د خيبر پښتونخوا سوداګريز مرکز مشر حاجي محمد افضل بي بي سي ته وويل، د پاکستان او افغانستان حکومتونو ته پکار دي چې سياسي مسلي د سياست له لارې او کاروباري مسلې د کاروباري لارې حل کړي.

قبایل: پاکستان دې زموږ پر تګ راتګ بندیز نه لګوي

د پښتونخوا ګوندونه پر ګوادر کاشغر لار بیا یو ځای کېږي

د سمندر پر غاړه د ګوادر تږی ولس

نوموړی زياتوي، کوم هېوادونه چې پخپلو اړيکو کې سياست او کاروبار يوځای ساتي هلته ستونزې ولاړېږي.

حاجي افضل وايي له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۱۳ کال پورې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارت ښه و.

هغه زياتوي په ۲۰۱۳ کې له پاکستان نه افغانستان ته صادرات ۴٫۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلي وو.

نوموړی زياتوي، په ۲۰۱۴ د پاکستان لومړي وزير نواز شريف افغانستان ته سفر وکړ او له افغان مشرانو سره یې د دواړو هېوادونو تجارت ته د ودې ورکولو هوډ څرګند کړ.

د پاکستان د صادراتو ۵ میلیارده ډالرو ته د رسولو ژمنه شوې وه. لاملونه هر څه چې وو، خواوس له پاکستان نه افغانستان ته صادارات له يو میلیارد ډالر نه هم کم شوي دي.

د سوداګريز مرکز مشر وايي، له افغانستان سره تجارت د پاکستان ضرورت دی، خو دغه تجارت ته د پاکستان نه زيات افغانستان اړتيا لري.

هغه زياتوي، د پاکستان له لارې ډېره په اسانه څيزونه افغانستان ته رسيږي او د چين پاکستان اقتصادي لویې لارې سره خو به د پاکستان د تجارت لارې نورې هم ډېرې پراخه شي چې افغانستان ته هم ترې ګټه اخیستی شي.

نوموړی وايي، د چين - پاکستان اقتصادي لويه لاره له افغانستان سره نژدې تېرېږې او دغه راز به چينايي توکي هم ډېر په اسانۍ سره افغانستان ته رسېږي.

حاجي افضل وايي، د پاکستان هدف يوازې له افغانستان سره تجارت نه، بلکې د منځنۍ اسيا هيوادونوسره هم سوداګریزه راکړه ورکړل پیدا کول اوتجارت ته وده ورکول دي.

د افغانستان تازه مېوې د هوا له لارې هند او دوبۍ ته استول کېږي

هغه زياتوي، که افغانستان د پاکستان بندر ته ضرورت لري، نو پاکستان له منځنۍ اسيا سره د تجارت لپاره د افغاستان ځمکنۍ لارې (سړکونو) ته اړتيا لري.

هغه زياتوي، پکار ده چې د پاکستان او افغانستان مشران له سوداګرو سره کېني او د تجارت په لار کې ټول خنډونه حل کړي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ګوادر کې د روغتيايي اسانتياوو ستونزه

اړونده مطالب

ورته مطالب