کورمه ایجنسۍ کې چاودنې شل ولسي وګړي ووژل

ر د انځور حقوق AFP
Image caption چاودنه په داسې مهال شوې چې په منډيي کې ګڼه ګوڼه وي.

له ډيورنډ کرښې سره څېرمه د قبایلي سیمې کورمه ایجنسۍ په پاړه چنار کې یوې چاودنې لسګونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې. د چارواکو په خبره، چاودنه نن شنبه سهار مهال د پاړه چنار سیمې په سبزي منډيي کې شوې، چې لږ تر لږه ۲۲ تنه يې وژلي دي.

سیمه ييز چارواکي وايي، دا چاودنه په منډيي کې داسې مهال شوې، چې د خلکو زیاته ګڼه ګوڼه وه.

چارواکو تراوسه د چاودنې د څرنګوالي په تړاو څه نه دي ویلي.

د چارواکو او لیدونکو په خبره، د پاړه چنار لويې امام باړې( حسینیې) ته دوولس مړي وړل شوي او ټپيان يې د دغې ایجنسۍ لوی روغتون لېږدولي دي.

* کورمه ایجنسۍ کې ټاکنې وځنډول شوې

* د کورمې بمي برید کې د وژل شویو شمېر ۲۵ ته ورسېد

د دغه روغتون یو چارواکی وايي، د پنځه پنځوسو په شاوخوا کې ټپيان ور وړل شوي دي، چې پکې د ځينو حالت د اندېښنې وړ دی.

تر چاودنې وروسته امنيتي ځواکونه او چارواکي د پېښې ځای ته رسېدلی او پلټنې کوي، چې چاودنه څرنګه شوې.

د انځور حقوق SALEHDIN
Image caption چاودنه د ګڼې ګوڼې پر مهال شوې ده.

بلې خواته په اسلام اباد کې د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، تر چاودنې سملاسي وروسته د پوځ او ملېشه ځواک سرتېري سیمې ته رسېدلي، چې د چورلکو له لاري ټپیان نورو روغتونونو ته ولېږدوي.

د کورمې ایجنسۍ پولیټيکل ایجنټ نصرالله خان وايي، چې ۱۳ ټپیان د درملنې لپاره په چورلکو کې پېښور ته لېږدول شوي دي.

د انځور حقوق SALEHDIN
Image caption سخت ټپیان په چورلکو کې پېښور ته لېږدول شوي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب