باچاخان پوهنتون: حکومت پر خپلو ژمنو ونه درېد

Image caption په برید کې تر شلو پورې کسان وژل شوي دي.

د پښتونخوا په چارسده ولسوالۍ کې د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ پر ۲۰ وسلوالو پر باچا خان پوهنتون بريد کړی و. په دغه بريد کې د پوهنتون د يو پوهاند(پروفسير)، يو شمير زدکوونکو او کارکوونکو په ګډون تر شلو پورې کسان وژل شوي وو.

پر باچا خان پوهنتون د بريد قربانیانو په تلین غونډه کې د پېښې د قرباني زدکوونکو او کار کوونکو د کورنيو غړو هم ګډون کړی وو.

دوی د دغې پيښې د پلټنې لپاره د عدالتي کمېسون جوړېدلو غوښتنه وکړه. د قرباني کورنيو غړو دا تور هم ولګاوه چې د حکومت لخوا ورسره يو شمېر ژمنې شوې خو تر يو کال تيريدو وروسته هم دغه ژمنې عملې نه شوې.

* د باچا خان پوهنتون د پرانېستلو پرېکړه

* "پر باچاخان پوهنتون بريد د عدم تشدد پر نظريې بريد دى"

دغه بريد کې د کيميا څانګې پوهاند حامد حسين هم وژل شوی. د هغه ورور اشفاق حسين وايي، حکومت ور سره يو شمېر ژمنې کړې وې خو تراوسه په يوه ژمنه هم عمل نه دی شوی.

"حکومت ژمنه کړې وه چې زما د ورور د نوم ژوندي ساتلو لپاره به په صوابۍ کې يوه څلور لارې د هغه په نوم کړي. د حامد حسين ميرمن چې په يو پوهنځي کې قراردادي استاده ده د هغې دنده به دایمي کړي. حکومت داسې نورې ډېرې ژمنې کړې وې خو تر اوسه یې يوه هم پوره نه کړه".

خو غونډې ته په وینا کې په ایالتي اسمبلۍ کې د واکمن تحريک انصاف غړي شوکت يوسفزی وويل، چې د قربانيانو له کورنيو سره یې مالي مرستې کړې دي. هغه له مرکزې حکومت نه هم وغوښتل چې دوی هم د باچا خان پوهنتون د قربانيانو له کورنيو سره مرستې وکړې.

د ټپي زدکوونکو خبرې

Image caption زدکوونکي او کورنۍ یې وايي، دغه برید د پېښور پر پوځي ښوونځي له برید توپیر نه درلود، خو حکومت ور سره هغسې چلند نه کوي.

د باچا خان پوهنتون د کمپیوټر ساينس زدکوونکی تسبيح الله - چې په دغه وسلوال بريد کې ټپی شوی و- وايي له يو کال تېرېدو وروسته یې هم ژوند عادي حالت ته نه دی راغلی.

" تيره شپه هم ناڅاپه له خوب ويښ شوم مور ته مې وويل، زه وېرېږم هغه شيبې مې ذهن ځوروي، نه مې هېريږې. ما ته داسې احساسېږي چې نن هغه بريد شوی وی".

* "حکومت د باچاخان پوهنتون امنيت سره ليوالتيا نه ښکاره کوي"

* پر باچاخان پوهنتون له بريد وروسته پښتونخوا کې درې ورځنى وير

د انګرېزي څانګي زدکوونکی سميع الله په دغه برید کې خولې ته په مرمۍ لګيدلی و، اوس هم سمې خبرې نشی کولی: "غاښونه مې وتلي، تالو مې شلېدلی، په خبره مې څوک سم نه پوهېږي".

نوموړی زیاتوي، زدکړې یې بشپړ شوې خو خپل راتلونکی ورته روښانه نه ښکاري.

په تلین غونډه کې د چارواکو نه ګډون

Image caption دوی د پېښې د څېړلو لپاره د عدالتي کمېسون جوړېدل غواړي.

د باچا خان پوهنتون ادارې لومړي وزير نواز شريف، د پښتونخوا مشر وزير پرويز خټک، د دې ایالت والي يا ګورنر اقبال ظفر جګړا او د پوځ مشر قمر جاويد باجوه ته په دې مراسمو کې د ګډون بلنه ور کړې وه خو يو مشر هم پکې ګډون ونه کړ، چې له امله یې د دغه پوهنتون زدکوونکو لاریون وکړ.

معترضو زدکوونکو وويل، چې د پېښور پوځي ښوونځي په رنګ د باچا خان پوهنتون قربانيان هم د قدر وړ دي خو د حکومتې چارواکو په ګډون نه کولو د قربانيانو د کورنيو غم بيا تازه شو.