د کوټې اوونۍ: 'بلوچستان کې ډېری روغتونونه متخصص ډاکتران نه لري'

کوټه د انځور حقوق KNN
Image caption د کوټې ملکي روغتون

د بلوچستان ایالت اوسني حکومت درې نیم کاله وړاندې اعلان کړی و، چې په دغه ایالت کې به د روغتیا او زده کړو برخو ته لومړیتوب ورکوي او بیا بیا يې ادعاوې کړې، چې تر ډېره يې په دغو دواړو برخو کې د ولس ستونزې هوارې کړې دي.

د دغه ایالت د روغتیا وزیر رحمت بلوڅ له بي بي سي سره په مرکه کې وویل، د دوی د حکومت له راتګ سره د روغتیا برخې ډېری ستونزې هوارې شوې، خو وايي، لاهم په دغه ایالت کې د سپارښتنې دود شته.

رحمت بلوڅ که څه هم ادعا وکړه، چې د ایالت په ټولو روغتونو کې لږ تر لږه یو متخصص ډاکتر شته، خو بي بي سي له کوټې سره څېرمه په کچلاغ سیمه کې داسې یو روغتون وموند، چې یو متخصص ډاکتر يې هم نه درلود.

دا چې د بلوچستان په لرې پرتو سیمو کې به د روغتونو څه حال وي؟

دا د کچلاغ له همدې روغتونه معلومولی شو.

د مفتي محمود په نامه دغه دولتي روغتون کې د عبدالباري په نامه د سیمې یوه اوسېدونکي وویل، 'د روغتون ودانی شته، په کې د عملياتو څانګې شته، خو د متخصصینو د نشتوالي له امله فعاله نه دي. '

د عبدالوحید کاکړ په نامه د کچلاغ یوه بل اوسېدونکي بي بي سي ته وویل، 'دغه روغتون ته څو ځلې ایالتي چارواکي راغلي او بیا، بیا يې ادعا کړې، چې د متخصصینو په شمول به يې ټولې ستونزې هواروي، خو وايي، 'د هغوی له تګ سره دا ژمنې هم ورسره تللې دي. '

په روغتون کې د رنځورانو ګڼه ګوڼه لیدل کېده، خو د ډاکترانو په ځانګړې توګه د متخصصینو د نشتون له امله نه یوازې ځايي وګړیو بلکې د روغتون ډاکترانو هم شکایت کاوه.

د انځور حقوق KNN
Image caption د روغتیا وزیر رحمت بلوڅ وویل، دغسې ۵۰ ډاکتران له دندې ګوښه شوي، چې له هېواده بهر اوسېدل

ډاکتر داود جوګېزی د دغه روغتون مشر ډاکتر دی. هغه بي بي سي ته وویل، څو ځلې مو لوړ پوړو چارواکو ته خواست کړی، چې دلته لږ تر لږه یو متخصص ډاکتر راولېږي، خو تر اوسه پورې مو دغه غوښتنه پر ځای شوې نه ده.

بلوچستان ایالت کې د روغتیا څانګې ځينو سرچینو بي بي سي ته وویل، د ایالت په لرې پرتو سیمو کې ډېری روغتونونه تړلي او د هغوی ډاکتران نه یوازې غیرحاضر بلکې په نورو هېوادونو کې دي، خو له دولته معاش اخلي.

د دې پوښتنې په ځواب کې د روغتیا وزیر رحمت بلوڅ وویل، دوی دغسې ۵۰ ډاکتران له دندې ګوښه کړي، چې په نورو هېوادونو کې اوسېدل او معاش يې اخیست، خو زیاتوي، لاهم پلټنې کوي چې داسې نور ډاکتران هم له دندې ګوښه کړي.