د کوټې اوونۍ: د وکیلانو د وژنې مسوول ملکیان که بهرنیان؟

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کوټې د وکیلانو ځوان نسل وايي لا هم نهیلي نه دي

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي وايي، د سترې محکمې د کمېسيون خلاف به بیا هم سترې محکمې ته ځي، ځکه وايي، اوس هم په هغه خبره ولاړ دی، چې د ۸م اګست د چاودنې تر شا د هند او افغانستان د څارګرو ادارو لاس دی.

د کوټې پر ملکي روغتون تېر کال د اګست پر اتمه نېټه د دغه ښار پر وکیلانو یو ځانمرګی برید شوی و، چې په کې تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي وو، چې ډېرې يې د محکمو وکیلان وو.

تر هغې چاودنې سملاسي وروسته د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ددغې چاودنې تر شا د هند او افغانستان د څارګرو ادارو لاس ښکېل وباله، خو د پاکستان د سترې محکمې لخوا جوړ شوي کمیسيون د هغه دا تور بې ځایه وباله.

دې کمیسيون په خپل راپور کې وویل، چې څه ډول ښاغلي سرفراز تر چاودنې لږ ساعت وروسته بې له کومې پلټنې ددې تور پر څنګلوریو هېوادونو پورې کړ. دې کمیسیون نه یوازې سرفرز بګټی بلکې ایالتي او فدرالي حکومتونه په بې غورۍ تورن کړل.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د پاکستان د سترې محکمې لخوا جوړ شوي کمیسیون د دوی دا تورونه بې ځایه وبلل او پر دوی يې د بې غورۍ تور پورې کړ

یو شمېر کوټي وال په دې نظر دي، چې ددغې چاودنې تر شا د هغو خلکو لاس دی، چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې د پښتنو په ټولوژنه کې لاس لري او یو شمېر وګړو او سیاستوالو يې برالا د پاکستان پر څارګرو ادارو تور پورې کړ، چې ګواکې هغوی ددې مسوول دي.

د کوټې په دغه چاودنه کې ددغه ښار ګڼ مشران او پېژندل شوي وکیلان ووژل شوو، خو ځوان وکیلان يې لا هم ناهیلې نه دي.

د کوټې ددغې چاودنې مسوولیت داعش او لښکر جنګوي العالمي ډلو دواړو منلی و.

اړونده مطالب