پاکستان کې په ''ایس'' نشې د روږدو کسانو شمېر په ډېرېدا دی

Image caption پېښور ښار کې د نشه یانو د درملنې یوه روغتون کې د ایس یوه روږدي - چې مستعار نوم مجاهد یادوي - بي بي سي ته وویل، په لومړي ځل یې د پوهنتون لیلیه کې د ایس نشه کړې وه.

پاکستان کې له هيروينو او چرسو وروسته اوس د ''ايس'' په نامه په نشې د روږدو کسانو شمېر په ډېرېدو دی.

ایس Ice د مالګې په څېر دانې دي چې په حرارت ورکولو سره څکول کېږي او د پیچکارۍ له لارې هم ترزیق کېدای شي.

ددغې نوې نشې د مخنیوي لپاره تر اوسه کوم قانون نه دی جوړ شوی.

خیبر پښتونخوا کې هم ددغې نشې مینه وال ډېر شوي، چې ان د پوهنتونونو ځینو لیلیو (خوبځیو) ته یې سر کړی او نجونې محصلینې هم پرې روږدې شوې دي.

'ننګرهار کې نشه يي توکي او کارخونې یې ویجاړې شوي'

'نشه یي توکو سره مبارزه له ننګونو ډکه ده، خو روانه به وي'

پېښور ښار کې د نشه یانو د درملنې یوه روغتون کې د ایس یوه روږدي - چې مستعار نوم مجاهد یادوي - بي بي سي ته وویل، په لومړي ځل یې د پوهنتون لیلیه کې د ایس نشه کړې وه.

دی وايي، ملګرو یې پوهنتون کې ایس نشه وکړه، همدا وو چې پرې روږدی شو.

نوموړی زیاتوي، هرڅوک چې دا نشه یوځل وکړي، بیا یې په اسانه نه شي پرېښودای.

که څه هم خیبر پښتونخوا کې د ایس په نشې د روږدو کسانو دقیق شمېر معلوم نه دی، خو په تېرو دوو کلونو کې په دې نشې د روږدو کسانو د درملنې لپاره یو مرکز جوړ شوی چې تر اوسه تر سلو ډېر کسان پکې رغېدلي دي.

Image caption ډاکټر میاں افتخار حسین بي بي سي ته وویل، د ایس نشه کول پر ماغزو ناوړه اغېز کوي او ان سړی تر لېونتوبه رسولای شي.

لېونتوب!

ددغه مرکز یوه ډاکټر میاں افتخار حسین بي بي سي ته وویل، د ایس نشه کول پر ماغزو ناوړه اغېز کوي او ان سړی تر لېونتوبه رسولای شي.

دی وايي، په دې نشې روږدي کسان له ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو پورې سړی پخپل وجود کې د یو بېل توان احساس کوي.

کاناډا کې ۲۴ ساعتونو کې د نشه یي درملو نهه کاروونکي مړه شول

نوموړی وايي، په ایس نشې روږدي کسان خوب او ارام ته اړتیا نه لري، خو کله چې ددغې نشې اثر ختم شي، بیا نو د نارامۍ څپې پرې راځي، مجبور دی چې بیا ځان نشه کړي.

Image caption په ایس نشې یوه روږدي بي بي سي ته وویل، هرڅوک چې دا نشه یوځل وکړي، بیا یې په اسانه نه شي پرېښودای.

ډاکټران وايي، د ایس نشه يي توکو په جوړېدو کې یو ځانګړی ډول کیمیايي مواد کاروي.

د خیبر پښتونخوا حکومتي ادعا کوي، دغه نشه له افغانستان، ایران او چین نه په بېلابېلو لارو پاکستان ته رسېدلې ده، خو دا مهال یې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې پروړاندې د بندیز لګولو قانون منظور شوی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب