پېښور او مومندو ایجنسۍ ځانمرګي بریدونو کې شپږ کسان وژل شوي

Image caption د پاکستاني پوځ وايي، دغه برید د مومندو په غلنۍ کې شوی دی

د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې ځايي چارواکي وايي، حیات اباد سیمه کې د قاضیانو پر لېږدونکي ګاډي ځانمرګي برید شوی دی.

د پېښور پولیسو یوه افسر سجاد خان بي بي سي ته وویل، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې پر موټر سایکل سپاره بریدګر خپل موټرسایکل د قاضیانو له ګاډي سره ټکر کړ.

پېښه کې د ګاډي ډرېور وژل شوی او د درېیو ښځو په ګډون څلور کسان ټپیان شوي دي.

له دې مخکې د پاکستان پوځ ویلي و، له ډيورنډ کرښې سره څېرمه د مومندو په غلنۍ سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې د دریو پاکستاني سرتېرو په شمول پنځه تنه وژل شوي دي. د پوځ په خبره یو بل ځانمرګی د امنيتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی.

د مومندو یوه چارواکي عصمت الله وزیر بي بي سي ته وویل، دغه برید د چهارشنبې په ورځ ګهيځ مهال د ایجنسۍ مرکز پر لويې دروازې شوی دی.

د ښاغلي وزیر په خبره، دوه مشکوک ځانمرګي بریدګر د هيډکوارټر په غولي کې د سرکاري دفتر لور ته روان وو، چې امنيتي سرتېرو د هغوی د ودرولو هڅه وکړه. دده په خبره دغه وخت یوه ځانمرګي خپل واسکټ چوولی او دویم د سرتېرو په ډزو کې ووژل شو.

هملته موجودو دوو سیمه ييزو خبریالانو بي بي سي ته وویل، په دغه پېښه کې دوه سخت ټپي شوي کسان یې پېښور لېږدولي دي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې لخوا رسنیو ته په خپاري شوي بیان کې ویل شوي، څارګرو ادارو ته وار له مخه لا معلومات و، چې له افغانستان څخه دوه ځانمرګي بریدګر مومندو ته راوښتي، خو ازادو سرچینو د پاکستاني پوځ ددغې ادعا تاييد نه دی کړی.

د پوځ په دغه بیان کې ویل شوي، په دغه برید کې ټول پنځه تنه وژل شوي، چې درې پکې ځايي خاصه دار دي. پوځ وايي تر پېښې وروسته يې په سیمه کې چاڼیز عملیات پېل کړي دي.

تراوسه ددغه برید مسؤولیت کومې وسلوالې ډلې قبول کړی نه دی، خو مومند له پاکستاني طالبانو د بېلې شوې وسلوالې ډلې جماعت الاحرار مرکز ګڼل کېږي.

همدې جماعت الاحرار د پنجاب په لاهور کې د وړمې ورځې د ځانمرګي برید مسوولیت منی و. په دغه برید کې د پاکستاني پولیسو افسرانو په شمول دیارلس تنه وژل شوي و.

د انځور حقوق Reuters
Image caption تراوسه ددغه برید مسوولیت کومې وسلوالې ډلې قبول کړی نه دی

اړونده مطالب