پاکستان د تورخم په ګډون له افغانستان سره د خپلو پولو تړلو اعلان کړی

جاوید قمر باجوه د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان پوځ مشر جنرال جاوید قمر باجوه وايي، ترهګر غواړي د افغانستان خوندي پټنځایونو کې یو ځل بیا منظم شي

د پاکستان سند ایالت یوه زیارت کې له خونړي برید وروسته د دغه هېواد پوځ اعلان کړی، چې له افغانستان سره یې ټولې پولې سملاسي تړلې دي.

د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر ای ایس پي ار برید جنرال اصف غفور په یوه ټویټر پیغام کې ویلي:

'' د ترهګرۍ وروستي بریدونه د دښمن پر لمسون شوي، چې پټنځایونه یې افغانستان کې دي. موږ به له ځانه دفاع وکړو او ځواب به یې ورکړو. "

د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر له لوري ویل شوي، چې پولې به تر نامعلومه مهاله تړلې وي.

بل لور ته د عوامي نیشنل ګوند یو مشر افراسیاب خټک په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، 'له افغانستان سره د تورخم پولې تړل د پاکستان د پالیسي ناتواني ښيي. نوموړی زیاتوي:

'ولې د سیون برید غوسه ۱۰۰۰ کیلومتره لرې پر افغانستان ایستل کېږي. ایا افغانستان د این اي پي 'د پاکستان عمل ملي پالیسي ' مخنیوی کړی؟ "

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
حکمت کرزی وايي، موږ ډېره هڅه وکړه او سیاسي هوډ‌ مو کړې و چې له پاکستان سره ښې اړیکې ولرو

پیغام کې ویل شوي، چې پوله به سملاسي تړل کېږي او لامل یې امنیتي ملحوظات په ګوته شوي دي.

جنرال نېکولسن: له پاکستان سره د امریکا پر اړیکو بیا کتنه پکار ده

نيکولسن: د پاکستان ملاتړ زموږ دښمن ته ستراتيژيکه ګټه رسوي

پېښور او مومندو ایجنسۍ ځانمرګي بریدونو کې شپږ کسان وژل شوي

په وروستي برید کې چې د پنجشنبې پر ورځ د سند ایالت سیون ښار لعل شهباز قلندر زیارت کې وشو، له ۷۰ ډېر کسان ووژل شول.

له دې مخکې نن پنجشنبه د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه مومندو ایجنسۍ کې د خبرو پر مهال وویل:

'' د دښمنانو څارګرې ادارې باید د سیمې سولې او ثبات له منځه وړلو لاس واخلي او موږ دا حق لرو، چې ځوابي ګام واخلو. ''

د انځور حقوق TWITTER

جنرال باجوه ادعا وکړه:

'' ترهګر غواړي د افغانستان خوندي پټنځایونو کې یو ځل بیا منظم شي او زموږ ټولنه کې د مایوسي او شکونو خپرولو هڅې کوي. ''

نوموړي زیاته کړه ''موږ هڅه کوو، چې د نورو پر ضد زموږ د خاورې کارولو مخنیوی وکړو او دغه راز له نورو هم دا تمه لرو، چا ته اجازه ور نه کړي، چې خاوره یې د پاکستان پر ضد وکاروول شي. ''

د چارشنبې په ورځ، له ډيورنډ کرښې سره څېرمه د مومندو په غلنۍ سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې د دریو پاکستاني سرتېرو په شمول پنځه تنه ووژل شول.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې لخوا رسنیو ته په خپاري شوي بیان کې ویل شوي و، څارګرو ادارو ته وار له مخه لا معلومات و، چې له افغانستان څخه دوه ځانمرګي بریدګر مومندو ته راوښتي، خو ازادو سرچینو د پاکستاني پوځ ددغې ادعا تاييد نه دی کړی.

افغان او پاکستاني چارواکي پر یوه بل تل تور پورې کوي، چې خپله خاوره کې د وسله والو مخالفانو پر پټنځایونو سترګې پټوي.

د انځور حقوق Getty Images

پاکستاني چارواکي وايي د پاکستان حکومت مخالف وسله وال په ختیځ افغانستان کې پټنځایونه لري، خو افغان چارواکي بیا وايي پاکستان خپله تګلاره تر اوسه نه ده بدله کړي او د ښو او بدو ترهګرو له توپېره لاس نه اخلي، چې له کبله یې د دوی په وینا له دغه هېواد سره د سولې او ثبات لپاره ګډ کار کول ستونزمنه چاره ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب