چارسده: پر محکمې برید، د درو وسلوالو په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي

پېښور د انځور حقوق Reuters
Image caption د پښتونخوا د روغتیا وزیر شاهرام تره کي له ځايي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د چارسدې په شمول يې د مردان او پېښور په روغتونو کې هم بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د پښتونخوا په چارسده کې ځايي چارواکي وايي، د محکمې مخې ته په چاودنه کې د درو وسله والو په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي او پنځلس نور ټپيان شوي دي. ددغه ښار د پولیسو مشر سهیل خالد ځايي رسنیو ته ویلي، درې ځانمرګو بریدګرو د سې شنبې په سهار د چارسدې پر محکمې برید وکړ، چې تر یوه ځانمرګي برید وروسته دوه نور پولیسو په ډزو ووژل.

د چارواکو په خبره په دغه چاودنه کې قاضیان او وکیلانو خوندي دي او ټول يې له محکمې څخه خوندي ځای ته منتقل کړي دي. چارواکي زیاتوي، په ټپيانو کې پنځه پاکستاني پولیس او نور ولسي وګړي دي.

د ځايي چارواکو په خبره د چارسدې په ټولو روغتونونو کې يې د بېړني حالت اعلان کړی او اضافي امنيتي سرتېري د پېښې ځای ته لېږدول شوي دي.

د پښتونخوا د روغتیا وزیر شاهرام تره کي له ځايي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د چارسدې په شمول يې د مردان او پېښور په روغتونو کې هم بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د چارسدې د مرستیال کمیشنر طاهر ظفر په خبره د کلکو امنيتي تدابیرو له امله بریدګر په دې کې بریالي نه شول، چې محکمې ته ننوزي او د محکمې مخې ته يې ټول ووژل.

ددغه برید مسوولیت له پاکستاني طالبانو یوې بېلې شوې ډلې جماعت الاحرار قبول کړی، چې تردې وړاندې يې هم پر محکمو او وکیلانو د ډېری بریدونو مسوولیت قبول کړی دی. په دې وروستیو کې یادې د پېښور په حیات اباد سیمه کې د محکمې پر هغه موټر ځانمرګی برید ترسره کړی و، چې پکې وکیلان له محکمې کور ته تلل.

په پاکستان له تېري څه مودې راهیسې وکیلان او قاضیان په ځانمرګو بریدونو او هدفي وژنو کې په نخښه کېږي. تردې وړاندې د تېر کال په سيپتمبر مياشت کې د مردان پر کچرو او په مارچ میاشت کې د چارسدې په شبقدر سیمه کې هم پر محکمې بریدونه شوي و.

په چارسده کې یاده چاودنه داسې مهال کېږي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د پاکستان په بېل بېل سیمو کې په چاودنو او بریدونو کې تر سل زیات کسان وژل شوي او په سلګونو نور ټپيان شوي دي. د ناامنۍ تردې پېښو وروسته پاکستان پر ډيورنډکرښه له افغانستان سره د تورخم، چمن او انګور اډې لارې نن پنځمه ورځ لاهم تړلې دي.

له چاودنې وروسته، سیمه تړل شوې او له پېښور ښار او مردان نه د همکارۍ ډلې ورغلې دي.

پاکستان: په تېرې اونۍ کې بریدونه

*۱۳ فیبروري: د لاهور ځانمرګی برید ۱۳ وژل شوي او تر ۵۰ زیات ټپيان

*۱۳ فیبروري: د کوټې د سریاب سړک چاودنه، دوه تنه ووژل شول

*۱۵ فیبروري: مومندو ځانمرګی برید، پنځه تنه ووژل شول

*۱۵ فیبروري: پېښور حیات اباد ځانمرګی برید، یو تن ووژل شو، او تر ۱۰ زیات يې ټپيان کړل.

*۱۷ فیبروري: د سیند پر لعل شهباز قلندر مزار کې برید، تر ۸۵ زیات ووژل شو او تر درې سوه زیات نور ټپيان شوو.

اړونده مطالب