"د قبایلي سیمو په اړه پرېکړه ډیورند کرښې په تړاو زموږ موقف باندې اغېز نه لري"
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د قبایلي سیمو په اړه پرېکړه ډیورند کرښې په تړاو زموږ موقف نشي بدلولای"

د پاکستان کابینې هغه اصلاحات تایید کړل چې د پاکستان له نورې برخې سره د قبایلي سیمو یوځای کېدو ته لار پرانیزي. د افغانستان له پولې سره دغه قبایلي سیمې تر دې مهاله نیمه کورواکه وې او قبایلو له خپل دود دستور سره سم قانوني او سیاسي سیستمونه لرل.

که دا سیمې د پاکستان له پاتې برخې سره یوځای کېږي نو په دې مانا به وي چې په عمومي ټاکنو کې به برخه اخلي او د پاکستان قوانین به پکې پلي کېږي.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست عبدالغفور لیوال وايي، د پاکستان د حکومت دا ګام د ډیورند د کرښې په اړه د افغانستان د دولت او خلکو موقف باندې اغېزه نه لري او بیا به یې هم په رسمیت نه پېژني.

ښاغلی لیوال وايي، دوی ته د قبایلي سیمو د خلکو خوښه او پرېکړه مهمه ده. د ښاغلی لیوال په وینا دغه سیمې ډېر محرومیت او کړاو کې ساتل شوې دي او که دا پرېکړه د سیمې د خلکو د سیاسي ارادې زیږنده وي دوی یې درناوی کوي.

یو شمېر څارونکي په دې باور دي چې د پاکستان له نورې برخې سره د قبایلي سیمو یوځای کېدل د پاکستان له حکومت سره د اورپکو په ځپلو کې او نشه يي توکو په مخنیوي کې مرسته کولای شي.

ابراهیم امیري د مرکې په پیل کې له ښاغلي لیوال پوښتنه کړې چې د پاکستان دې ګام ته د افغان حکومت غبرګون څه دی؟