لس میاشتې وروسته پاکستان کې ډرون برید شوی

د انځور حقوق Getty Images

پاکستان کې چارواکي وايي، کورمه سیمه کې د امریکايي ډرون الوتکې برید کې دوه کسان وژل شوي دي.

ځايي چارواکو بي بي سي ته ویلي، چې برید ډېورنډ کرښې ته څېرمه سره غوړګه احمدي شمع سیمو تر منځ پر موټرسایکل سپرو کسانو شوی دی.

ځايي چارواکي وايي برید کې دواړه کسان وژل شوي دي.

سپینه ماڼۍ: ډرون بریدونو لږترلږه ۱۱۶ ولسي وګړي وژلي

پاکستان د ډرون بريد پر سر د امريکا سفير ورغوښتی

دوی دغه کسان د شاکر او قاري عبدالله په نومونو یاد کړي. خبریال عزیزالله خان وايي دغه وژل شوي کسان افغانان دي.

وروستی ځل ډرون برید پروسږ کال مې میاشت کې د بلوچستان نوشکي سیمه کې شوی و، چې په کې د افغان وسله والو طالبانو مشر ملا منصور اختر وژل شوی و.

پاکستان هغه مهال ویلي و، په دغه هېواد کې یې د امریکا متحده ایالاتو سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته وربللی و او په بلوچستان کې د شوي ډرون برید پر ضد يې ورته احتجاج ثبت کړی.

له دې مخکې امریکايي ځواکونو پاکستان کې ګڼ ډرون بریدونه کړي، چې د پاکستان پر احتجاج سربېره یې امریکایان د سخت دریځو وسله والو پر ضد ګټور ګام بولي.

ورته مطالب