له ډیورنډ کرښې سره ۵۰۰۰ کانټینر ایسار دي

د انځور حقوق AP
Image caption په دې کانټینرو کې ۲۵۰ د ټرانزېټ مال کانټینر دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر خانجان الکوزی وایي، د پاکستان له لوري د تګ راتګ لارو په تړلو سره د کرښې دواړو خواوو ته د تازه مېوې، سبزي او نورو توکو نږدې پنځه زره کانټینر له پولې د اوښتلو انتظار کوي.

نوموړي څو ورځې مخکې د دواړو هېوادونو د پخوانیو چارواکو، ډيپلوماټانو، مدني ټولنې او رسنیو د استازو په غونډه کې وویل، چې د پاکستان له لارې د افغان ټرانزېټي مال دوه سوه پنځوس کانټینر هم له ډیورنډ کرښې پورې غاړه ایسار دي.

په دغو خبرو کې د افغان سوداګرو غوښتنه دا وه چې د افغانستان او پاکستان کړکېچ کې سوداګري له سیاسته بېله کړل شي.

د افغان صنعت او سوداګرۍ خونو مشر د افغانستان او پاکستان د خپلمنځي سوداګرۍ په تړاو وویل، چې د لارو بندېدلو سره پاکستانیو سوداګرو ته ډېر تاوان رسېدلی، ځکه د پاکستاني سوداګرو نږدې دوه میلیونه ټنه مال هر کال د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا او روس ته لېږدول کېږی.

* پر تورخم تګ راتګ کم شوی دی

* د تورخم پر تړلې پوله د ناوې انتظار

د دې ادارې مرستیال مشر محمد یونس مومند د غونډې ګډونوالو ته وویل، له پاکستاني سوداګرو سره یې هم په لیدنو کې بیا بیا وړاندیز کړی چې خپلمنځي سوداګري له سیاست لرې کړو، خو تراوسه داسې ونه شول.

د یونس مومند په خبره، ټرانزېټ سوداګري کې د ستونزو له امله خپلمنځي سوداګري هم اغېزمنه شوې او له تېرو دریو کلونو راهیسې د افغانستان او پاکستان خپلمنځي راکړه ور کړه له ۲،۵ میلیارد ډالرو ۱،۲ میلیارد ډالرو ته ټیټه شوې ده.

ولسمشر غني چې پر ۲۰۱۴ کال پاکستان ته لاړ، نو تر پنځو میلیارد ډالرو پورې د خپلمنځي سوداګري د پورته کولو هوکړه شوې وه.

افغان سوداګر دا هم وایي، چې پر ۲۰۱۰ کال د کراچۍ بندر له لارې د افغان ټرانزېټ مال لېږدوونکو کانټینرو شمېر ۷۵ زرو ته رسېده، خو اوس ۱۵ زره کانټینرو ته ټیټ شوی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وخت په وخت د لارې بندېدو له امله پاکستان ته د ناروغانو او خلک تګ راتګ هم کم شوی دی.

د سوداګرو په خبره، د نږدېوالي له امله د کراچۍ بندر له لارې سوداګري نږدې ۸۰ سنله وه، خو د پولې د بیا بیا بندېدلو او په تېر کې د نورو مسلو له امله سودګرو ته له ګټې تاوان ډېر و، ځکه د کراچۍ په ځای اوس د ایران چابهار بندر ته مخ اوښتی، خو دغه لار د پاکستان بندر په پرتله اوږده او ګرانه ده، مګر افغان سوداګرو د مجبورۍ له امله غوره کړې ده.

دوی دا هم ویل چې د پاکستان سوداګرۍ وزیر خرم دستګیر د کابل د سفر پر مهال ډاډ ور کړی و، چې د ټرانزیټ سوداګرۍ په مخ به لار نه بندېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت پخواني مرستیال مزمل شینواري ویل، چې ټرانزېټ سوداګرۍ کې د ستونزو له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ خپلمنځي سوداګري هم کمه او تېر کال ۱،۸ میلیارد ډالرو ته راټيټه شوې ده.

* ډان: تورخم کې پاکستان ولې کټارې لګولې؟

* د لارو تړل؛ د افغانستان زیان که پاکستان ته تاوان؟

* تورخم کې د ویزې شرط او پر ورځني ژوند یې اغیزې

کراچۍ کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وایي، د سیاسي کړکېچ له امله د پاکستان له لارې ټرانزیټ سوداګري هم ډېره کمه شوې ده.

د دوی په خبره، د لارو بندېدلو له امله پر سوداګرۍ سربېره دواړو غاړو ته د خلکو تګ راتګ په تېره پاکستان ته د افغان ناروغانو تګ کم شوی او په دغه هېواد کې د افغان زدکوونکو ستونزې زیاتې شوې دي.

شنونکي وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ د نه درېدلو هوکړه پکار ده، ځکه د ۲۶۰۰ کیلومتره ګډې اوږدې کرښې له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د وسلوالو د شتون تورونه او تاوتریخوالی تر ډېر وخت ختمېدلی نه شي.

پاکستان د فرورۍ پر ۱۶ د امنیتي اندېښنو له امله د تګ راتګ لارې وتړلې او دعوه یې وکړه چې په دغه هېواد کې د وروستیو بریدونو عاملان په افغانستان کې استوګن دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان سودګر وایي، د کراچۍ بندر او لارې د ستونزو له امله اوس د ایران چابهار بندر غوره بولی.

اړونده مطالب

ورته مطالب