''که پاکستان د افغانستان ملي حاکمیت ومني، د افغانستان ۷۰ فیصده شخړې کراریږي''

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
محمود خان اڅکزی وايي د پاکستان لپاره افغانستان اوس هم غوره دوست کېدلی شي

مخکښ ملتپال سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزی، وايي چې د افغانستان د ستونزو اصلي سبب د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنه ده.

له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې نوموړي وویل، چې د افغانستان ټول ګاونډي د دغه هېواد د ملي حاکمیت سرغړونه کوي. د ښاغلي اڅکزي په وینا په سیمه کې د سولې راوستو لومړنی شرط د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی دی.

''دې خطه کې نه امن راتلای شي او نه پاکستان، ایران او افغانستان سره دوستان کېدای شي، چې په ډېره ایماندارۍ، په اخلاص د افغانستان ګاونډیان د افغانستان sovereignty ) ملي حاکمیت) و نه مني. ''

+ اڅکزی: د څارګرو ادارو پاکستان نه منم

+ خټګ: داعش د طالبانو د پروژې نوی نوم دی

+ عمران خان: پنجاب کې له پښتنو سره توپيري چلند د ترهګرو په ګټه دی

محمودخان اڅکزي، چې د پاکستان د ملي اسامبلې غړی هم دی، په دې لړ کې د پاکستان پر رول نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې پاکستان پر ناسمه لار روان دی او د ده په وینا باید د سولې لاره خپله کړي:

''زما دا ایمان )باور)دی، چې پاکستان، د پاکستان هغه ادارې چې هغه وخت یې د امریکا په مشرۍ د دې جګړې مشري کوله، چې دوی مهرباني وکړي، د افغانستان ملي حاکمیت ومني، د افغانستان اویا فیصده شخړې کراریږي ''

خو نوموړي د دې تر څنګ زیاته کړه، که د پاکستان تګلاره اصلاح شي، افغانستان د پاکستان تر ټولو ښه دوست کېدای شي.

Image caption محمود خان اڅکزی وايي، د افغانستان ټول ګاونډي د دغه هېواد د ملي حاکمیت سرغړونه کوي

ښاغلي اڅکزي په ډاګه کړه، چې د پاکستان اوسنۍ بهرنۍ تګلاره، د ولس او پارلمان ملاتړ نه لري، بلکې د نوموړي په خبره د یو شمېر محدودو کسانو لخوا جوړیږي.

محمود خان اڅکزي ټینګار وکړ، چې تر شوروي یرغل وروسته افغانستان د ټولې نړۍ د جګړې مرکز وګرځېد او اوس دا د ټولې نړۍ دنده ده، چې افغانستان جوړ کړي.

''افغانستان حق لري، د امن حق لري، ټول جهان د افغانستان پوروړی دی، د افغانستان جوړول پر دوی فرض دی. ''

د قبایلي سیمو راتلونکی

محمود خان اڅکزي وویل د قبایلي سیمو د راتلونکي حکومتي او سیاسي نظام د بدلون په اړه باید د قبایلي سیمو د اوسېدونکو نظر وپوښتل شي.

په پاکستان کې په دا وروستیو کې د قبایلي سیمو د راتلونکي په اړه بحثونه تاوده شوي او هلته د پاکستان د نورو سیمو د قوانینو او نظام د عملي کېدو په اړه وړاندیزونه شوي دي.

د پاکستاني چارواکو په ګډون یو شمېر کسان د قبایلي سیمو له خیبر پښتونخوا سره د یو ځای کېدو پلوي کوي، نور بیا د ځانګړي ایالت جوړېدو ملاتړ کوي.

د تورخم پر تړلې پوله د ناوې انتظار

پنجاب مشکوک پښتانه افغانان

'افغان دولت هم پاکستان ته د "ترهګرو" د ځای ځایګي لست ورکړی'

دریم نظر دا دی، چې دغه سیمې دي ځانته منتخبه شورا (کونسل) او والي (ګورنر) ولري.

څلورم وړاندیز دا شوی، چې د ایف سي ار (FCR) په ګډون دې ټول هغه قوانین، چې د بشر حقونو خلاف وي، لغوه شي، خو د سیمې اوسنی نیمه خپلواک حالت دې پر ځای وساتل شي.

د اسفندیار ولي خان په مشرۍ بل پښتون ملتپال ګوند، عوامي نېشنل ګوند )ANP) د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا ایالت کې د شاملېدو پلوي کوي.

خو محمود خان اڅکزی وايي، قبایلي سیمې په تاریخي توګه یو ځانګړی حیثیت لري او دا باید له پامه و نه غورځول شي.

د نوموړي په وینا له اوسني 'ظالمانه نظام ' نه د قبایلي وګړو د خلاصون یوه لاره دا کېدای شي، چې د 'ایف سي ار ' قانون او 'پولیټیکل اداره ' ختمه شي، پر ځای یې قبایلي سیمې خپل ټاکل شوی والي یا ګورنر ولري چې هغه د پاکستان له ولسمشر سره معاملات پر مخ بوزي.

Image caption له داود اعظمي سره مرکه کې محمود خان اڅکزي وویل، که د پاکستان تګلاره اصلاح شي، افغانستان د پاکستان تر ټولو ښه دوست کېدای شي.

خو ښاغلي اڅکزي ټینګار وکړی، چې دا په خپله په قبایلي وګړو پورې تړلې، چې څه غواړي او د ده ګوند به د هغو د پرېکړې او نظر ملاتړ وکړي.

پاکستان کې د پښتنو ځورونه

محمودخان اڅکزي پر پاکستاني چارواکو او په ځانګړې توګه د پنجاب ایالت پر واکمنو، نیوکه وکړه، چې په خبره یې له پښتنو سره تبعیضي چلند کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې که دا زور زیاتی و نه درول شي، د ده په خبره موږ به تر هرې انتها پورې ځو، چې په هغه کې له پارلمان څخه استعفی هم راتلای شي:

''که څوک زموږ نېشنلیټي )تابعیت) چیلنجوي، موږ د هېچا خواستګر نه یو، موږ د پاکستان د اولې درجې ښاریان یو، که د چا دا خیال دی، چې موږ به د دویمې درجې بولي، دا پاکستان، د دې پاکستان اوسېدل موږ ته قابل قبول نه دي، په هېڅ صورت. ''

نړیوال پښتون کنفرانس

محمود خان اڅکزي خبرداری ورکړی، چې پښتانه له یوه لوی ناورین سره مخامخ دي او زیاته یې کړه، چې پښتون دښمنې کړۍ هڅه کوي دغه ولس په نړۍ کې د اورپکو او ترهګرو د ملاتړي په توګه بدنام کړي.

نوموړي وړاندیز وکړی، چې د پښتنو خلاف د دسیسو د څېړلو او دوی ته د ورپېښو ستونزو د هوارولو لپاره دې په ټوله نړۍ کې د مېشتو پښتنو د استازو او پوهانو یو کنفرانس جوړ شي.

ښاغلي اڅکزي زیاته کړه، پښتانه له هېچا سره جګړه کول نه غواړي او وايي، هڅه به کوي نور هم دې ته پرې نږدي چې د دوی په سیمه کې جګړیز چاپیریال جوړ کړي.

یادوونه: له محمود خان اڅکزي سره به د داود اعظمي ځانګړې مرکه د بي بي سي د دوشنبې ( ګل ) په ماښامنۍ رادیويي خپرونه کې وړاندې شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب