محمود خان اڅکزي: فیصله به پخپله قبایل کوي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

محمود خان اڅکزي: فیصله به پخپله قبایل کوي

له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې مخکښ ملتپال سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزی وايي د قبایلي سیمو د راتلونکي حکومتي او سیاسي نظام د بدلون په اړه باید د قبایلي سیمو د اوسېدونکو نظر وپوښتل شي.

محمود خان اڅکزی وايي، قبایلي سیمې په تاریخي توګه یو ځانګړی حیثیت لري او دا باید له پامه و نه غورځول شي.

په پاکستان کې په دا وروستیو کې د قبایلي سیمو د راتلونکي په اړه بحثونه تاوده شوي او هلته د پاکستان د نورو سیمو د قوانینو او نظام د عملي کېدو په اړه وړاندیزونه شوي دي.

د پاکستاني چارواکو په ګډون یو شمېر کسان د قبایلي سیمو له خیبر پښتونخوا سره د یو ځای کېدو پلوي کوي، نور بیا د ځانګړي ایالت جوړېدو ملاتړ کوي.

د مرکې بشپړه بڼه پر دوشنبه (ګل ورځ) خپرېږي.