د باچاخان د لارې "عدم تشدد" ښوونځي

پښتونخوا د انځور حقوق BKEF
Image caption د باچاخان په نامه د يوه ښوونځي ټولګی

د باچاخان په نامه دغو ښوونځيو کې په داسې یوه چاپېریال کې ماشومان د عدم تشدد، مينې، هنر، تاریخ، کلتور او موسیقۍ له زده کړو برخمن کېږي، چې شاوخوا يې د پاکستاني ریاست پر ښوونځيو حکومتي سیاسي لیدلوري اغېز کړی دی.

د عدم تشدد د فلسفې د سرلاري باچاخان په نامه دغه ښوونځي له ډيورنډ کرښې سره څېرمه په قبایلو او پښتونخوا کې دي، چې شمېر يې د پنځلسو په شاوخوا کې دی او پکې څه کم اووه زره زده کوونکي او زده کوونکې زده کړې ترسره کوي.

د باچاخان ښوونیز بنسټ مشر خادم حسین وايي، د همدې ښوونځيو له لارې يې هدف دا دی چې ماشومان له خپل تاریخ، کلتور، هنر، خاورې او موسیقۍ سره اشنا کړي او ډېر ژر به د ښوونځيو همدا لړۍ تر کوټې او کابله هم وغځوي.

وزیرستان کډوالو لپاره افغانستان کې ښوونځي

غږ -پر باچاخان پوهنتون بريد د عدم تشدد پر نظريې بريد دى-

-د پښتونخوا ښوونځي بايد خپله د ښوونځيو امنيت باوري کړي-

د نوموړي په خبره د دوی تکل دا دی چې په کوټه او کابل کې یو شمېر ځوانان تربیه کړي چې دوی وروسته کمېټې جوړې کړي او همدغه کمېټې به بیا په خپلو خپلو سیمو کې د باچاخان ښوونځي پرانیزي، خو څارنه به يې د دوی له خوا کېږي.

د باچاخان ښوونځيو د مشر په خبره په همدې لړ کې يې په کوټه کې د پنځو ولسوالیو ځوانان تربیه کړي او په کابل کې به په روانه میاشت کې د کونړ، خوست، ننګرهار، کندهار او کابل فعال ځوانان هم تربیه کړي، چې وروسته به همدا تربیه شوي ځوانان هلته ښوونځي پرانیزي.

د انځور حقوق BKEF
Image caption باچاخان د یوه ښوونځي د ټولګي زده کوونکي

د ښاغلي خادم حسین په خبره همدا د باچاخان د ازادو مدرسو لړۍ ده چې اوس مهال پکې شاوخوا ۶۷۰۰ نجونې او هلکان په پنځلسو ښوونځيو کې زده کړې کوي او دغه ښوونځي د قبایلو او پښتونخوا په بېلا بېلو ولسوالیو کې دي.

په قبایلو او پښتونخوا کې له تېرې یوه نیمې لسیزې راهیسې وسله والو په سلګونو ښوونځي سوځولي او په لوی لاس دغه ماشومان له زده کړو او ښوونځيو لېرې ساتل شوي دي.

د عدم تشدد دغه ښوونځي چې ډېری خلک يې د متبادل ښوونیز سیستم جزېرې ګڼي، نه یوازې پښتانه ماشومان بلکې د هر قام او هر مذهب ماشومان پکې د پوهې له رڼا برخمن کېږي.

د پوهنیز بهیر کمیت ولې ښه، خو وړتیا یې ټیټه ده؟

وزیرستان کډوالو لپاره افغانستان کې ښوونځي

په دې ښوونځيو کې ماشومانو ته په خپله ژبه کې زده کړې ورکول کېږي، ځکه چې د دې ښوونځيو د چلوونکو په خبره که زده کړه په خپله ژبه کې وي نو ماشومان اظهار هم په ښه ډول کولی شي. د دغو ښوونځيو زده کوونکي د تنقيدي سوچ لپاره هم هڅول کېږي.

د باچاخان په همدې ټولو ښوونځيو کې که ماشومان په کړه وړه یا زده کړو کې کومه ستونزه لري نو په هر ښوونځي کې يې د اروا پوهنې یو ښوونکی شته، چې ماشوم يې ورسره په خپله ژبه کې شریکولی شي او حل لاره يې ور په ګوته کېږي.

د انځور حقوق BKEF

د دغو ښوونځيو په سیستم کې تر امتحان وروسته بریاليتوب کې لومړی، دوهم او درېم نمره نشته، بلکې هر زده کوونکي ته د هغه په يوه نه یوه صلاحیت باندې ډاډ ورکول کېږي او ستایل کېږي چې له ماشومانو سره د دوی ترمنځ د توپير احساس ونه شي.

د باچاخان ښوونځيو چلوونکي وايي، د دوی په ښوونځيو کې د ښوونکو لپاره په هر څه کې زغم شته، خو د تشدد لپاره يې هېڅ زغم نشته.

د ډېرو په اند د پاکستان اقتصاد پر جنګ، کرکې او جهاد ولاړ دی، چې واکمن يې تر ډېره پورې په ښوونیز سیستم کې د دې ټکیو شته والی د دوی د اقتصاد د له منځه وړلو ګام ګڼي او هم ځکه يې په يوه بل نامه همدا توري د ښوونځيو له نصابه نه ایستل کېږي.

اړونده مطالب