له محمود خان اڅکزي سره ځانګړې مرکه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له محمود خان اڅکزي سره ځانګړې مرکه

مخکښ پښتون ملتپال سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزی، وايي چې د افغانستان د ستونزو اصلي سبب د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنه ده.

له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې نوموړي وویل، چې ''که پاکستان د افغانستان ملي حاکمیت ومني، د افغانستان ۷۰ فیصده شخړې به کرارېږي''.

خو نوموړي زیاته کړه، که د پاکستان تګلاره اصلاح شي، افغانستان د پاکستان تر ټولو ښه دوست کېدای شي.

محمود خان اڅکزي وویل، د قبایلي سیمو د راتلونکي حکومتي او سیاسي نظام د بدلون په اړه باید لومړی د قبایلي سیمو د اوسېدونکو نظر وپوښتل شي.

محمود خان اڅکزي پر پاکستاني چارواکو او په ځانګړې توګه د پنجاب ایالت پر واکمنو، نیوکه وکړه، چې په خبره یې له پښتنو سره تبعیضي چلند کوي.

نوموړي وړاندیز وکړی، چې د پښتنو خلاف د دسیسو د څېړلو او دوی ته د ورپېښو ستونزو د هوارولو لپاره دې په ټوله نړۍ کې د مېشتو پښتنو د استازو او پوهانو یو کنفرانس جوړ شي.

زموږ همکار، داود اعظمي له محمود خان اڅکزي سره ځانګړې مرکې په پېل کي پوښتلي چې د افغانستان او پاکستان اړيکي ولې دومره خراب شوي.

اړونده مطالب