پاکستان پر ډیورنډ کرښه ازغن تار او کټاره لګوي

د انځور حقوق .
Image caption پاکستان په کورمه، سوېل او جنوبي وزیرستان کې د څلورو دروازو جوړولو خبره هم کوي.

په قبایلي سیمه کې حکومتي سرچینې وايي، پاکستان به د ډیورنډ کرښې په ځینې سیمو کې د ازغن تار او کټارې لګولو پلان په اپرېل کې پیل کړي.

د خبریال عزیزالله خان د معلوماتو له مخې، پاکستان په هغو سیمو کې د ازغن تار او کټارو جوړولو هڅه کوي چې له افغان خاورې یې د ترهګرو د ور اورښتلو لار بولي.

سرچینې وايي، لګول شوې کټارې به لا ډېرې پیاوړې او بیا نورو سیمو ته هم وغځول شي.

* د ډیورند پر کرښه د قبایلي سیمو برخلیک به څه وي؟

* د دروازو په تړلو پاکستان افغان سوداګرو ته څومره زیان اړولی؟

دا هڅه په داسې مهال ده، چې له تېرو ۲۶ ورځو پاکستان له افغانستان سره د تګ راتګ لارې تړلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي.

سرچینې دا هم وايي، چې پاکستان په کورمه ایجنسۍ کې لګولې کټاره نوره هم پیاوړې کوي.

په خیبر کې ازغن تار

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان له ډیورنډ کرښې سره پوستې هم زیاتې کړې دي.

پاکستان د قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ په شلمان کې هم څو ورځې مخکې ازغن تار لګولی چې د قاچاق مخنیوی وکړي.

په خیبر کې ځايي خبریال ابراهیم شینواری وايي، پر کرښه د کټارې لګولو خبره هم شوې، خو تراوسه یې کار نه دی پیل شوی.

د هغه په اند، که پاکستان د کټارې لګولو کار پیل کړي، نو د افغانستان له سخت غبرګون سره به مخ شي، خو تراوسه افغان چارواکو داسې غبرګون نه دی ښودلی.

* له ډیورنډ کرښې سره ۵۰۰۰ کانټینر ایسار دي

* د بلوچستان سوداګر او مشران: پاکستان دې تړلې لار ژر پرانیزي

افغان حکومت پر ډیورنډ کرښه د ازغن تار غځولو یا کټارې لګولو مخالف دی او وايي، چې کابل او اسلام اباد پر ډېورنډ کرښه کومې هوکړې ته نه وي رسېدلی، تر هغه پر دغه کرښه هیڅ کار کېدلی نه شي.

د تېر کال په جون کې چې پاکستان د بې قانونه تګ د مخنیوي لپاره پر تورخم د کټارې لګولو هڅه وکړه، نو د افغان حکومت له سخت غبرګون سره مخ شو.

څلور دروازې جوړول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان په وزیرستان کې هم د دروازو جوړولو خبره کوي.

له بلې خوا سوېلي وزیرستان کې حکومتي سرچینې وايي، په دغه سیمه کې هم د کټارې لګولو خبره شوې، خو تراوسه یې کار نه دی پیل شوی.

دوی دا هم وايي، چې د روانې میاشتې په وروستیو یا اپرېل کې به دا کار پیل شي.

څلور ورځې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر مشرانو جرګې ته وویل، چې پر سوېلي او شمالي وزیرستان سربېره کورمه او مومند ایجنسیو کې هم پر ډیورنډ کرښه څلور دروازې جوړوي.

پاکستان کې تېره میاشت له څو بریدونو او چاودنو وروسته اسلام اباد د فرورۍ پر ۱۷ له افغانستان سره د تګ راتګ لارې وتړلې.

د لارې د بندېدلو له امله په زرګونو هغه افغانان هم ایسار و، چې پاکستان ته په ویزو تللي و، خو اسلام اباد د مارچ پر اتمه او نمه د دوو ورځو لپاره دا لارې پرانیستلې.

د لارې بندېدلو له امله تر پنځو زرو ټېلر هم بند دي، چې سوداګرو ته یې سخت تاوان اړولی او کار یې اغېزمن شوی دی.

ورته مطالب