لنډي کوتل کې د تورخم دروازې تړل کېدو پر ضد مظاهره

لنډی کوتل د انځور حقوق TK
Image caption مظاهره کونکو داسې لوحې لېږدولې چې د دوی غوښتنې پرې لیکل شوې وې

قبایلي سیمې لنډي کوتل کې ځايي سیاسي مشرانو، سوداګرو او د ګاډو څښتنانو د تورخم لارې تړل کېدو پر ضد مظاهره کړې.

دوی له کابل او اسلام اباده وغوښتل، چې خپلمنځي ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.

پاکستان کې تېره میاشت له څو بریدونو او چاودنو وروسته اسلام اباد د فرورۍ پر ۱۷ له افغانستان سره د تګ راتګ لارې وتړلې.

پاکستان پر ډیورنډ کرښه ازغن تار او کټاره لګوي

د بلوچستان سوداګر او مشران: پاکستان دې تړلې لار ژر پرانیزي

تېره اونۍ د بلوچستان مرکز کوټه کې یوې خبري غونډې ته ځايي سوداګرو او سیاسی مشرانو وویل، د لارې بندېدلو له امله نه یواځې سوداګر زیانمنېږی، چې په زرګونو خلک هم بې کاره شوي دي.

په هغه خبري غونډه کې د تحریک انصاف ځايي مشر نذیر اڅکزي وویل، د چمن سوداګر له حکومت غواړي چې د قانوني سوداګرۍ لپاره سملاسی لار پرانیستل شي.

د لنډي کوتل مظاهره کوونکو داسې لوحې لېږدولې چې د دوی غوښتنې پرې لیکل شوې وې. مظاهره کوونکو د لارې تړل کېدو غندنه کوله او له دواړو حکومتونو یې د خپلمنځي خبرو غوښتنه کوله.

د انځور حقوق .
Image caption د چمن سوداګرو ویلي و، که پاکستان لار نه پرانیزي دوی به پاکستان کې لارې وتړی.

دغه راز مظاهره کونکو د پاکستان پارلمان کې د قبایلي سیمې استازو هم نېوکه وکړه، چې په وینا یې د لارې پرانیستلو لپاره یې خپل رول نه دی لوبولی.

د لارې د بندېدلو له امله په زرګونو هغه افغانان هم د تورخم او چمن دروازو بل لور ته ایسار وو، چې پاکستان ته په ویزو تللي و، خو اسلام اباد د مارچ پر اتمه او نمه د دوو ورځو لپاره دا لارې پرانیستلې.

د لارې بندېدلو له امله تر پنځو زرو ټېلر هم بند دي، چې سوداګرو ته یې سخت تاوان اړولی او کار یې اغېزمن شوی دی.

ورته مطالب