قبایل بې کوره دي، سرشمېرنه د چا کېږي؟

د انځور حقوق KNN
Image caption دې احتجاج کوونکو شعارونه ورکول، چې ''لومړی دې اباد کړل شي، بیا دي يې سرشمېرنه وشي. له قبایلو دي لږکۍ نه جوړوي، چې په قبایلو کې خلک نشته، نو سرشمېرنه د چا کېږي''.

اسلام اباد مېشتو د قبایلي سیمو ځوانان غوښتنه کوي، د روانې سرشمېرنې فورمونو کې دې ددوی لپاره یا ځان ته خانه جوړه شي او یا دې د جنګ ځپلو بې کوره شويو بېرته خپلو سیمو تر تګ پورې سرشمېرنه وځنډېږي.

په پاکستان کې نولس کاله وروسته سرشمېرنه کېږي، چې د ځينو قبایلي وګړيو په خبره هر کس چې هر چېرې اباد دی، د همغه ځای به شمېرل کېږي. که داسې وي نو له ډيورنډ کرښې سره څېرمه له اکثره قبایلي سیمو اوس هم د پاکستاني چارواکو په خبره اتلس سلنه کورنۍ بې کوره دي، خو ازادې سرچینې ددې شمېر لږ تر لږه دېرش فیصده یادوي.

د قبایلي سیمو یو شمېر پېغلو او ځوانانو د یکشنبې په ورځ د اسلام اباد د مطبوعاتي کلب مخې ته احتجاج وکړ او پر پاکستاني پوځ او حکومت يې غږ وکړ چې ددوی غوښتنې دې جدي ونیسي.

قبایل: پاکستان دې زموږ پر تګ راتګ بندیز نه لګوي

'د پاکستان قبایلي سیمې ځوانانو لپاره دې پالیسي جوړه شي'

د احتجاج د ځينو برخه والو په خبره که پوځ او حکومت له دوی سره همداسې چلند کوي، نو د بلوچستان د بېلتونپالو په څېر به په قبایلي سیمو کې هم د خپلواکۍ غږ پورته شي.

د ګوهر مسود په نامه د وزیرستان یوه ځوان له بي بي سي سره په خبرو کې وویل: ''لکه څرنګه چې بلوچستان د پاکستان له لاسه وځي، همداسې وېره شته چې له پاکستان سره مينه کوونکي قبایلو کې به هم یاغیان پيدا کېږي او بیا به يې ذمه واره د پاکستان واکمن او پوځ وي ''.

د سمرينه خان وزیرې په نامه یوې وکیلې بیا وویل، په همدې يې د اسلام اباد په یوې محکمه کې درخواست هم ورکړی، چې ددې په خبره که داسې وشي، نو د قبایلي سیمو نفوس به بېخي لږ وشمېرل شي.

دې احتجاج کوونکو شعارونه ورکول، چې ''لومړی دې اباد کړل شي، بیا دي يې سرشمېرنه وشي. له قبایلو دي لږکۍ نه جوړوي، چې په قبایلو کې خلک نشته، نو سرشمېرنه د چا کېږي ''.

د انځور حقوق KNN
Image caption د احتجاج د ځينو برخه والو په خبره که پوځ او حکومت له دوی سره همداسې چلند کوي، نو د بلوچستان د بېلتونپالو په څېر به په قبایلي سیمو کې د خپلواکۍ غږ پورته شي.

له ډيورنډ کرښې سره څېرمه په شاوخوا ټولو قبایلي سیمو کې وخت ناوخته د پاکستاني پوځ له خوا په بېلابېلو نومونو عمليات پېل شوي، چې ورسره د پاکستاني چارواکو په خبره تر درېنیم لکه پورې کورنۍ بې کوره شوې دي.

چارواکي وايي، په دغو بې کوره شويو کې دوه لکه شپږ اویا زره څلور سوه څلورنیوي کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې، خو د ځينو سرچینو په خبره لاهم د بې کوره شويو قبایلو شمېر تردې څو چنده زیات دی.

په پاکستان کې روانه سرشمېرنه په دوو برخو وېشل شوې، چې لومړی هغه يې د مارچ د میاشتې له ۱۵مې بیا د اپریل میاشتې تر ۱۵مې پورې او دویمه برخه به يې د اپريل میاشتې له ۲۵مې بیا تر مۍ مياشتې تر ۲۵ مې پورې ترسره کېږي. په نورو قبایلو سیمو کې به دا سرشمېرنه په دویمه برخه کې وي، خو په کورمه کې په لومړۍ برخه کې سرشمېرنه پيل شوې ده.

د انځور حقوق KNN
Image caption په کورمه کې هم ځينو قبایلو د سرشمېرنې پر لومړۍ ورځ په همدې احتجاج کړی و

په کورمه کې هم ځينو قبایلو د سرشمېرنې پر لومړۍ ورځ په همدې احتجاج کړی و، چې لومړی دي بېرته بې کوره شوې کورنۍ ابادې کړل شي او بیا دي يې سرشمېرنه وشي. خو پاکستاني چارواکي ادعا کوي، له دې احتجاج کوونکو سره يې تر کامیابو خبرو وروسته هغوی خپل احتجاج ختم او په سرشمېرنه کې يې برخه اخیستل پېل کړي دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې مخکښ ملتپال سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزی وايي د قبایلي سیمو د راتلونکي حکومتي او سیاسي نظام د بدلون په اړه باید د قبایلي سیمو د اوسېدونکو نظر وپوښتل شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب