پنجاب: د پښتنو پر نوروز لمانځغونډې برید شوی دی

پنجاب پوهنتون

د پنجاب لاهور ښار په پنجاب پوهنتون کې پښتانه محصلین وايي، د دوی د نوروز لمانځلو پر غونډه د اسلامي جمعیت محصلینو سازمان غړیو برید کړی او درې لوستونکي يې ور ټپیان کړي دي.

له تېرې شاوخوا یوه نیمې مياشتې راهیسې هلته د پښتنو، بلوڅو او د مذهبي ګوندونو د محصلینو ترمنځ حالات ترینګلي دي.

یوه میاشت وړاندې هم پر ځينو پښتنو او بلوڅو لوستونکو برید شوی و او دوه لوستونکي يې ټپيان کړي شوي وو.

د بازک مندوخېل په نامه یوه پښتانه ټپي شوي محصل له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، ؛ځينې ملګري يې د بریدګرو لخوا ټپيان شوو، خو دی تر برید وروسته پولیسو ټپي کړ.

پنجاب مشکوک پښتانه افغانان

د پنجاب په یوه ولسوالۍ کې ۴۲ افغانان نیول شوي

بازک مندوخېل تور پورې کړ، چې پر دوی هم د اسلامي جمعیت په نامه سازمان غړیو او هم پاکستاني پولیسو برید کړی او وهلي ټکولي يې دي.

خو پولیس وايي، هلته يې اوښکې بهونکی ګاز د حالاتو د سمون او ترینګلتیا د ختمولو په موخه شیندلی.

د دغه پوهنتون یوه بل محصل فضل کاکړ بیا وویل، دوی هلته د پښتنو کلتوري ورځ لمانځله او اتڼ يې کاوه، چې ورباندې د اسلامي جمعیت سازمان لوستونکو لخوا برید وشو.

د فضل په خبره په دغه برید کې درې پښتانه لوستونکي ټپيان شوي، چې د لاهور په جناح روغتون کې يې بستر کړي دي.

دم ګړۍ نه یو توانېدلي د اسلامي جمعیت سازمان له لوري د دغې پېښې په تړاو غبرګون تر لاسه کړو.

ځايي چارواکي وايي، تر د دواړو ډلو ترمنځ تر اخو ډب وروسته پوهنتون تړل شوی او پولیسو پر دواړو ډلو اوښکي بهونکی ګاز شیندلی، چې په خبره یې څو ساعته حالات ترینګلي وو.

د ځايي پولیسو په خبره تر څو ساعته ترینګلتیا وروسته يې اوس حالات تر کنترول لاندې راوستي، خو د هیچا پر ضد يې هم تراوسه نه رپوټ ثبت کړی او نه يې هم څوک نیولي دي.

د پنجاب مشر وزیر شهباز شریف د پېښې د څېړلو لپاره درې کسیبزه کومېټه جوړه کړې او ورته يې امر کړی، چې له دواړو غاړو سره تر خبرو وروسته دي ټول معلومات ورسره شریک کړي.

د پوهنتون چارواکي وايي، ددې کومېټۍ لخوا لاهم له دواړو غاړو سره خبرې روانې دي.

د پنجاب پوهنتون د چارواکو په خبره هلته د پښتنو لوستونکو شمېر د څلور سوه په شاوخوا کې دی، چې تعلق يې له پښتونخوا او بلوچستان سره دی.

چارواکي وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې هلته پښتانه او بلوڅ لوستونکي خپلې کلتوري ورځې لمانځي.

اړونده مطالب

ورته مطالب