خیبر پښتونخوا: د شیعه ګانو غیر مسلمانان ګڼلو له کبله دولتي کارکوونکي معطل

. د انځور حقوق TWITTER

خیبر پښتونخوا حکومت د سویلي بنو سیمې د ځايي چارواکو له لوري په یوه خپاره شوي اعلان کې شیعه ګان د غیر مسلمانانو په توګه یادوولو له کبله د یوه افسر په ګډون د څلور کارکوونکو دندې ځنډولې دي.

د بنو تحصیل ناظم ملک احسان بي بي سی سره خبرو کې منلې، چې دوې ورځې مخکې د نوموړي له دفتره خپاره شوي اعلان کې د تېروتنې له کبله د هغه د دفتر څلور کارکوونکو دندې ځنډول شوې دي.

بنو کې نامعلومو کسانو پولیس سرتېری وژلی

خیبر پښتونخوا: بنو کې په خپل سر ټول پوښتنه کونکي نیول شوي

ښاغلی احسان وايي د دفتر پاکونکي د دندې لپاره د دوی له دفتره یو اعلان خپور شوی و، چې د دغې دندې لپاره د اړینو شرایطو لړ کې د شیعه ګانو یادوونه هم په هغه خانه کې په تېروتنه لیکل شوې وه، چې غیر مسلمانانو ته ځانګړې ده.

نوموړی وايي له دې کبله د بنو سیمې له شیعه مخورو او دیني عالمانو بښنه هم غوښتل شوې، چې د ده په خبره منل شوې ده.

هغه زیاتوي د دغې موضوع په اړه د معلوماتو یو ځای کولو لپاره یوه کمېټۍ ټاکل شوې، چې وايي راتلونکو څو ورځو کې له خپل رپوټ وړاندې کړي.

دوې ورځې مخکې د یاد دفتر له لوري پر یو شمېر پوستونو د مناسبو کسانو ګومارنې لپاره اعلان خپور شوی و. دغه اعلان کې په څرګند ډول لیکل شوي، چې د کوم مذهب لرونکي کسان کولای شي غوښتنلیکونه وړاندې کړي.

دې لړ کې د هندوانو، بالمیکي او عیسویانو تر څنګ د غیر مسلمانانو خانه کې د شیعه ګانو یادوونه هم شوې وه.

خو پر ټولنیزو رسنیو د دغه اعلان په اړه د بحثونو له پیل وروسته ورته پام واوښت.

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم پر ټویټر پاڼه د دغه اعلان یادوونه کړې او د مولانا فضل الرحمان پر ګوند یې د بېلا بېلو مذهبونو او فرقو د کسانو تر منځ د نفاق اور ته د لمنې وهلو تور پورې کړی دی.

نوموړی وايي د صوبې اعلی وزیر پروېز خټک باید دغسې کسان محاسبه کړي، چې د صوبې د اوسېدونکو منځ تبعیض کوي او زغم له منځه وړي.

بنو سیمه د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمیعت علمای اسلام مرکز بلل کېږي. د بنو اوسنی تحصیل او ضلع ناظمان د همدغه ګوند غړي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب