خیبر پښتونخوا: له ښوونکو ۱۹۰ میلیونه روپۍ جریمه اخیستل شوې

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption .

د خیبر پښتونخوا حکومت د تعلیمي اصلاحاتو لړ کې له هغو ښوونکو او د پوهنې له چارواکو، چې تېرو دریو کلونو کې دندو ته نه وو حاضر شوی، ۱۹۰ میلیونه روپۍ جریمې اخیستې دي.

حکومت دغه راز هغو ښوونکو ته ۱۵ میلیونه روپۍ د انعام په توګه ورکړې، چې فعالیتونه یې غوره بلل شوي دي. چارواکي وايي، په جریمه شویو ښوونکو کې ښځینه ښوونکې هم شاملې دي، چې د ۲۰۱۳ کال له جولای میاشتې بیا د ۲۰۱۷ کال تر فبرورۍ ۲۷ پورې خپلو دندو ته نه دي حاضر شوي.

د رپوټ له مخې ۱۱۴۰۳ کسه ښوونکي داسې دي، چې جریمه شوي دي او دې لړ کې له دوی نه ۱۹۸۴۸۰۵۶۳ روپۍ د جریمو په بڼه تر لاسه شوې دي. دغه راز ۱۰۵۳ ښوونکي داسې دي، چې یا له دندو شړل شوي، یا له وخته مخکې تقاعد ته اړ کړل شوي او یا یې رتبې ټیټې شوې دي.

بنو کې زده کوونکي د کتابونو پر ځای بم سره ښوونځي ته تللی

۱۶ ولایتونو ته به دفاع وزارت د ښوونځیو درسي کتابونه رسوي

د خیبر پښتونخوا پوهنې ایالتي وزیر عاطف خان بي بي سي ته ویلي دغه اقدام د دې لپاره شوی چې د معیار له مخې شخصي او دولتي ښوونځي یو برابر شي.

دوی وايي، ایالت (صوبه) کې یو شمېر ښوونځي تړلي وو او په یو شمېر نورو کې ښوونکي نه وو، ځکه دوی د جزا او سزا نظام وړاندې کړ او پرې به په سختۍ عمل وکړي.

عاطف خان وايي هغو ښوونکو ته د انعامونو لړ کې ۱۵۰ میلیونه روپۍ ورکړل شوې، چې ښه فعالیتونه یې درلودل. د پوهنې چارواکو په وینا ډېر غیر حاضر ښوونکې ښځینه وې، چې په وینا یې ۱۱۰ میلیونه روپۍ ورنه اخیستل شوې او پاتې ۸۰ میلیونه روپۍ له غیر حاضرو نارینه ښوونکو اخیستل شوې دي.

ویل کېږي ډېری غیر حاضر ښوونکي د ایبټ اباد سیمې اوسېدونکي وو، چې د چارواکو په وینا ۴۰ میلیونه روپۍ جریمه ورنه اخیستل شوې دی.

بل لور ته په صوابي سیمه کې تر ټولو لږ ښوونکي غیر حاضر و، چې ۲۰۰ زره روپۍ جریمه ورنه اخیستل شوې دي.

د خیبر پښتونخوا په ټولو سیمو کې داسې څارونکي کسان ګومارل شوي دي، چې د ځانګړي موبایل اپلیکېشن له لارې به په ښوونځیو کې د ښوونکو او زده کونکو حاضري څاري.

اړونده مطالب

ورته مطالب